د لاسرسي لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۲ تله ۱۳۹۸ کابل ۰۹:۵۳

د امریکا اړیکې به له وینزویلا سره کړکیچنې شي


د امريکا متحده ايالاتو خبرداری ورکړی، چې له وينزيويلا سره به يي اړيکې وروسته له دې چې د ولسمشر هوګو چاويز حکومت د دې هېواد لپاره د امريکا نوي نومول شوی سفير رسما رد کړ، لا پسې کړکيچنې شي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ويندوې فيليپ کرولي پرون تاييد کړه، چې د وينزيويلا حکومت په کاراکاس کې د امريکا د سفير په توګه د باتجربه ډيپلومات ليرې پالمير ټاکنه رسما رد کړې ده.

پالمیر د امريکا په سنا جرګه کې د خپلې ټاکنې په اړوند استماعيه غونډه کې چاويزهغه مهال په غوصه کړ، چې ويي ويل د وينزيويلا د پوځ مورال ډير کمزوری دی او دې په دې اړه چې د کولمبيا ياغيان په وينزيويلا کې پناه اخلي انديښنه لري.

کرولي وويل، د وينزيولا له خواد پالمير ردول به له دې هېواد سره د امريکا د متحده ايالاتو د اړيکو لپاره ناوړه پايلې له ځان سره ولري:

(وينزيولا پريکړه کړې، چې ښاغلي پالمر د سفير په توګه ونه مني، که د هغه ټاکنه د سنا له خوا تاييد شي چې يقينا دا به له وينزيويلا سره د اړيکو په برخه کې ناوړه پايلې له ځان سره ولري.

موږ پردې مسلې د وينزيويلا له چارواکو سره له څو مياشتو راهيسې خبرې کړي دي، موږ دوي ته محتاطانه ويلي وو چې که دوي له دغې موافقې ځان وباسي دا به زموږ پر اړيکو اغيز وکړي، دوي دغه پريکړه کړې او يقينا موږ به هم د دغې پريکړې په رڼا کې دا وڅيړو چې څه بايد وکړو.)

پالمير د واشنګټن او د چاويز د کين اړخې حکومت ترمنځ له کلونو راهيسې کړکيچ موجود دی، د بيله روس ولسمشر الکساندر لوکه شنکه وروسته له هغه چې پوليسو پرون د ده د بيا ټاکنې په وړاندې مظاهره کونکي سخت وځپل، خبرداری ورکړ چې په هېواد کې به د ده په وينا انقلاب او جنايت ته اجازه ورنکړي.

د انتخاباتو مرکزي کميسيون وويل، لوکه شنکه د انتخاباتو په سلو کې تقريبا اتيا رايي ګټلې او بيا ولسمشر وټاکل شو،زرګونو مظاهره کونکو د يکشنبې په ماښام اعتراضيه لاريون وکړ او چارواکي يي په دغو انتخاباتو کې پر پراخو درغليو تورن کړل.

پوليسود دغه لاريون د تيت او پرک کولو لپاره له خشونته کار واخيست او سلګونه تنه يي ونيول، د نيول شوېو کسانو په ډله کې د جمهوري رياست د نهو کانديدانو له ډلې اوه تنه شامل دي.

د اروپا د امنيت او همکاري سازمان څاروونکي ماموريت دغه انتخابات غندلي او ويلي يي دي چې په دغو انتخاباتو سره بيله روس د يوې نوې مرحلې په پيلولو کې چې ورته اړتيا لري پاتې راغی.
XS
SM
MD
LG