د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۱

چارواکي:په کابل کې د راټولو شوو روږدو کسانو درملنه به وشي


په نشه يي توکو روږدي افغانان
په نشه يي توکو روږدي افغانان
د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې، د عامې روغتیا او کورنیو چارو وزارتونو یو ګډ پلاوي د دوشنبې په ورځ د کابل ښار د پل سوخته له سیمې په نشه یي توکو روږدي په لسګونو کسان ټول او د درملنې لپاره یي بوتلل.

د کابل ښار د پل سوخته ساحه یوه له هغو سیمو څخه ده، چې په نشه یي توکو اخته کسان په کې راټولیږي او شپې او ورځې په کې تیروي، خو د چارواکو لپاره، چې پولیس هم ورسره ملګري وو د روږدو کسانو راټولول هم څه اسانه خبره نه وه.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت هیله ښيي، چې په دې ډول چې
په کابل کې روږدي کسان د درملنې لپاره راټولوي
مخکې هم په کابل او نورو ولایتونو کې روږدي کسان راټول شوي ښايي د روږدو کسانو شمېر راکم کړي.

د دغه وزارت ویاند عبدالقیوم سامر ازادۍ راډیو ته وویل، چې لومړی به د دوي د اوسېدو لپاره یو مناسب ځای بیا مومي او بیا به یې درملنه وکړي.
“ موږ نن دلته راغلي یو، چې دوي بوزو او ورته د اوسېدو ځای ورکړو، د درملنې لپاره یې وروسته په کابل کې د نشه یي توکو د درملنې په مرکزونو کې په تدریجي ډول کار کوو.

د درملنې وخت یي 45 ورځې دی، موږ د دوي 45 ورځې درملنه کوو او وروسته دوي کولای شي خپلو کورونو ته ولاړ شي.”

د نشه یي توکو دغه روږدي کسان تر ډیره د پلونو لاندې په چټلو ځایونو کې اوسیږي، چې نه یوازې یي د چارواکو په وینا روغتیایي ستونزې، بلکه امنیتي ستونزې هم زیږولي دي.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې پولیسو یو مسئول ډګروال سهراب وویل، چې دوي په دغه لاره کې د عامې روغتیا او نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزارتونو سره مرسته کوي:

“د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې د پولیسو دنده، د کابل ښار د سوخته پل او نورو سیمو څخه د روږدو کسانو راټولول دي او هر مرکز ته چې دوي وړي امنیت یې موږ نیسو.”

د روږدو کسانو په ډله کې یو هم ځوان سلطان وو، چې 6 میاشتې یې د واده کیږي او له نن نه 6 کاله پخوا په ایران کې په نشه یي توکو اخته شوی.
ده ازادۍ راډیو ته وویل، چې د روږدو کسانو د درملنې په مرکزونو کې ځای نشته او که دولت ورته کار ورکړي نو نشه یي توکي به پرېږدي.

په افغانستان کې بې کاري، کمزوری اقتصادي حالت او کډوالي هغه لوی لاملونه دي، چې له امله یې خلک په نشه يي توکو روږدیږي.

اوس په ټول افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې 48 مرکزونه شته، خو پر دې سربیره هم انتقادونه کیږي چې په هېواد کې د روږدو کسانو د درملنې چارې په ډیره کښته کچه کې دي او ډیري پاملرنې ته اړتیا لري.

د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت چارواکي وايي، چې د هېواد په 6 زونونو کې به د روږدو کسانو د درملنې لوی کمپلیکسونه جوړ کړي، چې په دې سره به په افغانستان کې د څه باندې یو میلیونو روږدو کسانو د درملنې لپاره په راتلوونکو 5 کلونو کې 40 فیصده اسانتیاوې برابري کړي.


په نشه يي توکو د روږدو کسانو څو تصویرونه ددې لنک په کیکاږلو کتلای شيpa.azadiradio.org/photogallery/5465.html
راپور-معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG