د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۸

۵۰ تنه وسلوال مخالفین د سولې له بهیر سره یوځای شول


 د افغانستان د سولې د ټینګښت د کمیسیون رییس حضرت صبغت اله مجددي وویل، د سولې د ټینګښت کمیسیون د جوړېدو له ورځې څخه ترننه توانېدلی چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته، په زرګونو وسله وال مخالفین د سولې له روان بهیر سره یوځای کړي.
د افغانستان د سولې د ټینګښت د کمیسیون رییس حضرت صبغت اله مجددي وویل، د سولې د ټینګښت کمیسیون د جوړېدو له ورځې څخه ترننه توانېدلی چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته، په زرګونو وسله وال مخالفین د سولې له روان بهیر سره یوځای کړي.
د سولې له بهیر سره د وسله والو مخالفینو د یوځای کېدو په لړ کې د دوشنبې په ورځ پنځوس تن وسله وال مخالفین، د افغانستان د سولې د ټیګښت له پروګرام سره یوځای شول.

دوي چې د غزني، لوګر، میدان وردګو او کاپیسا په ولایتونو کې د وسله والو طالبانو او نورو مخالفو تنظیمونو په لیکو کې، له دولت سره جنګېدل، پنځوس میله ډول ډول وسله یي هم د سولې د ټینګښت کمیسیون ته وسپارله.

د افغانستان د سولې د ټینګښت د کمیسیون رییس حضرت صبغت اله مجددي
وویل، د سولې د ټینګښت کمیسیون د جوړېدو له ورځې څخه ترننه توانېدلی چې د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته، په زرګونو وسله وال مخالفین د سولې له روان بهیر سره یوځای کړي.

ښاغلي مجددي وویل، په دې لاره کې به روانې هڅې نورې هم تیزې کړي:

"زموږ هدف دادی، چې افغانان په سوله کې ژوند وکړي او نور یو مسلمان بل مسلمان ونه وژني، موږ هڅې کوو چې نور مخالفین هم له خپلو ورونو سره له دښمنیو لاس واخلي او سولې ته خدمت وکړي، موږ به په دې لاره کې نورې هڅې هم وکړو"

د افغانستان د سولې د ټینګښت کمیسیون وایي چې،د کمیسیون د پنځه کلنو هلو ځلو په نتیجه کې تر اوسه پورې لس زره او درې سوه وسله وال مخالفین، د سولې د ټینګښت له پروګرام سره یوځای شوي دي.

دا کمیسیون وایي چې د سولې له پروګرام د یوځای شوېو په ډله کې د طالبانو د واکمنی څو تنه وزیران، والیان او قوماندانان هم شامل دي.

کمیسیون دا هم وایي چې داسې خلک په کې هم شته چې، د ملګرو د سازمان په تور لست کې هم راغلي دي.

د سولې له پروګرام یو تن یو ځای شوی ازادۍ رادیو ته وویل، چې که له وسله والو مخالفینو سره، د افغان حکومت او نړېوالې ټولنې شوې ژمنې عملي شي، په زرګونو وسله وال به وسلې پر ځمکه کېدي، له جنګه به لاس واخلي او د سولې له پروګرام سره به یوځای شي، د لوګر ولایت څخه قاري اجمل ازادۍ رادیو ته وویل:

"موږ د دولت په مخالفت کې وو، اوس غواړو سولې ته خدمت وکړواو که دا سندونه چې راکول کیږي او اعتبار پرې وشي، ډیر وسله وال به له جنګه لاس واخلي، بله دا چې همدغه اسناد راسره وي او د امنیتي ځواکونو او بهرنیو څخه ځورول کیږو، که چېرې دولت زموږ ستونزې حل کړي، پرته له شکه مخالفین وسلې پر ځمکه ږدي."

یاد کمیسیون دا هم وایي چې که د سولې له بهیر سره د یو ځای شوېو امینت خوندي او د کار زمینه ورته برابره شي، په راتلونکو درې میاشتو کې به شاوخوا درې زره نور وسله وال هم د مخالفینو لیکي پریږدي او د سوله له پروګرام سره به یوځای شي.

سره بیره پر دې د سولې له پروګرام سره د وسله والو مخالفینو د یو ځای کېدو په مقصد د حکومت له خوا شاوخوا دوه میاشتې مخکې د سولې عالي شوراهم جوړه شوه، خو مخالفین د دې شورا په ترکیب او رهبري انتقاد کوي او وایي چې، دولت دی د یادې شورا په ترکیب او رهبري له سره غور وکړي.
XS
SM
MD
LG