د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۵

افغان چارواکو په کابل کې د یوکیلو ګرام ګازو بیه ۶۰ افغانۍ ټاکلې


د افغانستان د سوداګرۍ وزارت وايي، چې په کابل ښار کې یې د ګازو د بیې د راټیټولو پریکړه له افغان سوداګرو سره له اوږدو سلا مشورو وروسته کړې.

په کابل ښار کې په دې وروستیو کې د یو کیلو ګازو بیو له اویا افغانیو اوښتې وه، خو د سوداګرۍ وزارت وايي، چې دغه بیه یې شپیتو افغانیو ته راټیټه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انوارالحق احدي خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان په بازارونو کې د ګازو د بیې د لوړېدو لامل په نړېوالو بازارونو کې د دغو موادو د بیې لوړېدل دي، نوموړي وویل:

(زموږ محاسبه ښيي، چې هغو کمپنیو ته چې ګاز واردوي، یو کیلو یې تر کابله شاوخوا پنځوس یو پنځوس افغانۍ لویږي.

په همدې اساس موږ له هغوي سره موافقې ته ورسېدو چې په عمده توګه هغوي دې یو کیلو ګاز له درې پنځوسو افغانیو لوړ نه پلوري.

په دې اساس د کابل اوسیدونکو ته به یو کیلو ګاز شپیته افغانۍ او یا له دې څخه کم تمام شي، په هر ځای کې چې ګاز په پرچون توګه له یوشپیته افغانیو نه په لوړه بیه ګاز پلوري، موږ غواړو چې د هغوي په اړه معلومات ترلاسه کړو چې ولې یې لوړ پلوري.)

افغانستان ته ډیره برخه ګاز له ترکمنستان څخه واردیږي، همدا راز له ازبکستان او ایران نه هم را واردیږي، چې د چارواکو په وینا کله کله یې د حکومتونو له خوا مخنیوی کیږي.

په افغانستان په ځانګړې توګه پلازمینه کابل کې وخت په وخت د ګازو او نورو سوند موادو بیې لوړځي.

د کابل یو شمېر اوسیدونکي وايي، که څه هم حکومت پخوا هم د دغو موادو د بیو د راټیټولو پریکړې کړي، خو بیا سمې نه دي عملي شوي، د کابل ښار یوه اوسیدونکي په دې اړه ازادۍ راډيو ته داسې زیاتوي:

(زما نوم عبدالحمید دی، کومه ده هیڅ چیرته نه دی ارزان شوی، ده سبز او بلې هرې سیمې ته چې ولاړ شي، ګاز کیلو په اویا، اتیا، نوي افغانۍ ده.

زموږ باور نه راځي چې ارزان به شي، خو بیا هم له دولت نه غواړو چې ارزان یې کړي، ځکه چې ټوله خلک بې چاره او غریبان دي.)

کابل ښاریان هر کال د ژمي په رارسېدو سره د ګازو، تیلو او لرګیو د بیو له لوړوالي شکایتونه کوي.

د دغو موادو بیې اکثره وخت هغه مهال لوړیږي چې ګاونډي هېوادونه یې افغانستان په واردولو بندیز ولګوي، خو افغان چارواکي وايي چې په دې اړه د ایران په ګډون د ګاونډیو هېوادونو له چارواکو سره خبرې کوي چې په دې برخه کې د افغان سوداګرو ستونزې هواري کړي.
XS
SM
MD
LG