د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۵

بلاټز:په ځینو سیمو کې سیمه ایز پولیسو له امنیت سره مرسته کړې


په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند جوزف بلاټز
په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند جوزف بلاټز
سیمه یېز پولیس په افغانستان کې یو نوی ځواک بلل کیږي چې په دې وروستیو کې د ګوتو په شمار ولسوالیو کې رامنځ ته شوي دي.

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند جوزف بلاټز وایي، چې د دغو پولیسو شمېر تر اوسه پورې ۲۱۰۰ تنو ته رسیدلی دی او د لا ډیرېدو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

نوموړي په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د سیمه اېزو پولیسو رامنځ ته کول په اړوندو سیمو کې د امنیت له ښه والي سره مرسته کړې ده:

(په اوس وخت کې په ټول هېواد کې په ۱۳ عملیاتي سایټونو کې ۲۱۰۰ محلي پولیس موجود دي، په هغو ولسوالیو کې چې د سیمه اېزو پولیسو مرکزونه په کې دي، په دوامداره توګه د مخالفینو د بریدونو سطحه راټيټه شوې ده او د هغو معلوماتو په شمېر کې زیاتوالی راغلی چې د سیمو اوسیدونکي یې د افغان او ایتلافي خواکونو امنیتي ډلو ته ورکوي.)

ښاغلي بلاټز همدا راز د افغانستان په ختیځ کې د سولې د ساتوونکو په نوم یوه بل پروګرام ته اشاره وکړه، چې په وینا یي د وسلوالو مخالفینو د فعالیتونو په مخنیوي کې یې مرسته کړې.

د ایساف ویاند وويل، دا پروګرام د تیرو دوو میاشتو راهیسې د افغانستان په ختیځ کې پیل شوی او ټاکل شوې چې ټول هېواد ته وغځول شي.

بلاټز وویل، چې د دې پروګرام له مخې هغو کسانو ته مالي امتیازات ورکول کیږي، چې افغان حکومت او امنیتي ارګانونو ته د مخالفنینو د فعالیتونو په اړه په پټه معلومات ورکوي:

(تر اوسه پورې د سولې ساتوونکي د پروګرام په مرسته د مخالفینو پنځه مشران نیول شوي دي، د وسلو پنځوس زیرمې نیول شوي دي او یوه اندازه چاودیدونکي مواد هم نیول شوي دي.)

په کابل کې د ناټو په مشرۍ د ایساف ځواکونو ویاند وويل، چې په راتلونکو څو میاشتو کې به د افغانستان په شمالي او جنوبي ولایتونو کې د وسلوالو مخالفینو پر ضد عملیات لا زور واخلي.

که څه هم د افغان او نړېوالو ځواکونو چارواکي وايي، چې په دې وروستیو کې یو لړ جدي اقداماتو د وسلوالو مخالفینو د فعالیتونو مخه نیولې خو بیا هم روان میلادي کال په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ بلل شوې چې شاوخوا اوه تنه یې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG