د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۴

د پوهنې وزات:د لوستو کسانو شمیره به په سلو کې ۴۸ ته لوړه کړو


 د پوهنې وزیر فاروق وردک
د پوهنې وزیر فاروق وردک
د افغانستان د پوهنې وزارت په خلکو کې د لیک لوست د کچې د لوړولو لپاره نوي او اوږد مهاله پروګرامونه تر لاس لاندې نیولي دي.

د پوهنې وزیر د یکشنبې په ورځ د سواد زده کړې لپاره د نوي مرستیال د پیژندلو پر وخت وویل، چې افغانستان اوس هم ډیر شمېر نالوستي خلک لري او دا یوه لویه ستونزه ده.

د پوهنې وزیر فاروق وردک وویل، چې په تیرو 9 کلونو کې د لوستو کسانو شمېر لوړ شوی او په راتلوونکې یوه لسیزه کې به په افغانستان کې څوک نا لوستې نه وي:

“موږ وکړای شول، چې په تیرو نهو کلونو کې په هېواد کې د لوستو کسانو شمېر لوړ کړو او نن دا شمېره په سلو کې شپږویشت ده، خو دا شمېره به په راتلونکو پنځو کلونو کې اته څلویښت په سلو کې وي او انشاء الله په راتلونکو لسو کلونو کې به پنځه اویا سلنې ته لوړ شي او د افغانستان هیڅ یو ماشوم به نالوستې پاتې نه شي.”

ښاغلي وردک وړاندې وویل، چې دغه پروګرامونه به د مرسته کوونکو هېوادونو په همکارۍ عملي کړي.

د نالوستو کسانو شمېره چې د پوهنې وزیر یې یادونه وکړه، ښايي د افغانستان په هغو برخو کې چې ورته لاس رسۍ نه کیږي او سروې یې په اوسنیو حالاتو کې امکان نه لري، تر دې هم لوړه وي.

د افغانستان د پوهنې وزارت د سواد زده کړې نوی مرستیال محمد علي سیتیغ وايي، چې د نا لوستو خلکو په پوهولو کې د ټولو خواو همکاري مهمه ده:

“دا یوازې د پوهنې وزارت دنده نه ده او نه د سواد د زده کړې د معینیت، د نالوستو کسانو لوستې کول یو ملي هوډ غواړي، د اجراییه قوي، مقننه قوې، د هر افغان او ان د هغو، چې اوس په مخالفت کې دي د هغوي هوډ او همکاري هم غواړي.”

له دې سره چې ویل کیږي، په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان کې د لوستو خلکو شمېره لوړه شوې، خو اوس هم په دې برخه کې ډیر انتقادونه کیږي.

د چارو ځیني څېړونکي وايي، د لیک لوست د زده کړې د پروګرامونو په سمه توګه نه عملي کول، د مسلکي ښوونکو نه موجودیت او د لیک لوست د زده کړې کورسونه په ټول افغانستان کې نه پرانیستل هغه لوی خنډونه دي، چې د پوهنې وزارت به یې له امله تر ټاکلي وخته په خلکو کې نالوستي کمه نه کړي.

راپور- معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG