د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۳۸

په هلمند كې پر ۲۵۰۰كډوالوباندې ژمني جامې وویشل شوی


په هلمند كې د دوه زره پنځه سوه هغه كورنيو سره د ژمي د رارسېدو په مناسبت د تودو جامو او كوټونو د مرستې لړۍ پيل شوه چې په دې وروستيو كې د پاكستان او ايران څخه بيرته هېواد ته راګرځيدلي دي.

د هلمند د والي مرستيال عبدالستار ميرزكوال د كوټونو او جامو د ويش پر ميدان وويل، دا مرستې د كډوالو چارو دعالي كميشنري يا UNHCRله خوا د بهر څخه د راغلو كډوالو تر څنګ د هلمند په ډيرو نورو سيمو كې بې وزله كورنيو ته وركول كيږي:

(يو،اين، ايچ، سي، ار له خوا غير خوراكي مواد رارسيدلي دي او دا مواد اته
قلمه دي او د نورو څوارلس زره كورنيو سره د مرستو وړاندیز شوٰی دى او هغه به هم ورسیږي او په ولسواليو كې به وویشل شي.)

د مرستو د ويش په ځاى كې ګڼ بې وزله كسان وايي، د جامو او كوټونو تر څنګ به ښه واى چې خوراكي توكي يي هم وركړي وای.

د لښكرګاه ښار د بولان اوسيدونكي چې تازه له ايران څخه هېواد ته راغلی دى
وايي، كور يي په كرايه نيولی دي او دومره وس نه لري چې د عيال نفقه هم
برابره كړي:

(كور مې په بولان كې دی او د ايران څخه راغلى يم ، دلته راغلی يم چې مرسته راسره وكړي هيڅ شی نه لرو او يو سراى مو په شپږ زره په كرايه نيولی دی.)

دغه مرستې په هلمند كې د كډوالو چارو د رياست په غوښتنه پيل شوي دي، د هلمند د كډوالو چارو د رياست مسئولين وايي، څوارلس زره نورې كورنۍ هم دغه ډول عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

د هلمند د مهاجرينو ريس غلام فاروق نورزى وايي، دغه دوه زره پنځه سوه كورنۍ چې د جامو او كوټونو مرسته ورسره وشوه خوراكي موادو ته سخته اړتيا لري.

ده له مرسته كوونكو ادارو نه غوښتنه وكړه، چې د ژمي په رارسېدو سره د هغه كورنيو سره د خوراكي توكو مرسته وكړي چې تازه هېواد ته راستنې شوي دي:

(دغه د هلمند ولايت او د ايران څخه هم كډوال را روان دي او ژمی هم را رسيدلی دی او نور كسان هم بې وزله شته د مرستندويه ادارو څخه غوښتنه كوو چې دوي ته خوراكي توكي را واستوى او موږ څوارلس زره كورنيو ته د خوراكي توكو د ويش اړتيا لرو.)

هلمند ته نه يوازې د هېواد نه د باندې د ميشتو افغانانو ګڼې كورنۍ بيرته
راستنې شوي دي بلكې د تير كلونو د جنګونو او وچكاليو له امله زياتې كورنۍ
بې وزله شوي دي او عاجلو مرستو ته اړتيا لري.

مسئولين وايي، د ژمي په رسېدو سره ډيرې كورنۍ چټكو مرستو اړتيا لري كه چېرې بابيزه وګڼل شي نو ډير كسان به د بشري ناورين سره مخامخ شي.
XS
SM
MD
LG