د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۹ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۵:۴۹

په کندهار کې یو روغتیايي مرکز پرانیستل شو


د صحي علومو دا مرکز چې په دوه پوړه کې د٩ مياشتو په اوږدو کې جوړيږي لګښت يي دوه ميلونه او اووه لکه امريکايي ډالره کيږي، چې د امريکا د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې يا USAID له خوا ورکول کيږي.

د عامې روغتيا سرپرستې وزيرې ثريا دليل خبريالانو ته وويل، چې په دغه ودانۍ کې به د ليليي د خونو تر څنګ ٢٠ تدريسي خونې مسجد د سپورټ لپاره ميدانونه پخلن ځايونه او د ډوډې خوړلو تالار جوړ شي:

(نن موږ د دوه عشاريه اووه میليونه ډالرو په ارزښت د کندهار د صحي علومو چې د قابلي او نرسيګ په برخه کې به کسان په کې وروزل شي د جوړېدو شاهدانو يو.)

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا خبريالانو ته وويل، چې د دې مرکز په جوړېدو سره به د کندهار د روغتيايي کارکوونکو شمېر ډير او د هغوي د ظرفيت کچه به لوړه شي:

(دا د کندهار د خلکو د وخته غوښتنه وه، چې دلته داسې يو مرکز چې په هغه کې به ښځينه او نارينه قابلې او نرسان وروزل شي ولرو
دا به د ډوډۍ خوړلو سپورټ ، ليليي او په نورو برخو کې جلاجلا لارې او ودانۍ ولري،)

بل خوا پر همدې مهال د کندهار په يوه ګڼ ميشته سيمه لوي وياله کې د ٩٥ زره امريکايي ډالرو په لګښت د ډاکټر ادم درمل په نوم يو بشپړ روغتيايي مرکز پرانيستل شو.

د کندهار دعامې روغتيا ريس داکټر عبدالقيوم پخلا ازادۍ راډيو ته وويل، چې په دغه روغتيايي مرکز کې د موراو ماشوم ، کوچنيانو، ولادي او نسايي، ساري ناروغيو د معلولينو د درملنې، واکسين او نورې څانګه شته چې د لوي ويالې او شاوخوا سيمو د ٤٠ زره کورنيو لپاره به روغتيايي خدمات وړاندې کړي.

د روغتيا په برخه کې دا هڅې پر داسې مهال کيږي، چې لا هم په کندهار کې د ليرو پرتو سيمو خلک د ناامنۍ له امله د روغتيايي اسانتياوو څخه بې برخې دي.

په ټوليزه توګه په کندهار کې ٣٤ روغتيايي مرکزه شته چې اته يي تړل شوي غورک ، معروف ، ريګستان او ميانشين د کندهار هغه ولسوالۍ چې د چار واکو په خبره هيڅ روغتيايي مرکز نه لري.

راپور-محمدصادق رښتينى _کندهار
XS
SM
MD
LG