د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

کابل:په یوه ځانمرګۍ برید کې د ملي اردو پنځه تنه مسئولین وژل شوي


بشري وايي د کابل په ځان مرګي برید کې ۵ د ملي اردو افسران وژل شوي
بشري وايي د کابل په ځان مرګي برید کې ۵ د ملي اردو افسران وژل شوي
د کابل جلال اباد پرسړک د هود خیلو په سیمه کې په یو ځان وژونکي برید کې د ملي اردو منسوبینو ته د سر زیان اوښتی دی.

دا برید د یکشنبې په ورځ سهارشاوخوا اوه بجې د ملي اردو پر موټرو د دوو ځان وژونکو له خوا ترسره شو.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زمری بشري له پېښې وروسته یوې خبري ناستې ته وویل چې د وسله والو مخالفینو په ځان وژونکي برید کې د ملي اردو پنځه تنه منسوبین وژل شوي دي، ده وویل:

(په دې پېښه کې د ملي اردو پنځه تنه مسئولین او منسوبین شهیدان او نهه تنه ټپیان شوي دي، یو ځان وژونکی د ملي اردو موټر ته نږدې ځان الوزولې او دوهم ځان وژونکی مخکې له دې چې هدف ته ورسیږي د پولیسو په ‌ډزو ووژل شو.)

د کابل امنیه قوماندان جنرال ایوب سالنګي د پېښې پر مهال وویل چې، دواړو ځان وژونکو په لومړي سر کې، د افغان او بهرنیو ځواکونو پرموټرو مسلسلې ډزې کړي او غوښتل یي چې، ځواکونو ته لوی ځاني زیان ورسوي، خو د پولیسو د متقابلو ډزو په نتیجه کې یوه ځان وژونکي ځان الوزولې او دوهم یي وژل شوی دی.

د افغانستان ولسمشر کرزي دغه پېښه د سولې د دښمنانو کار بللې او په کلکه یي غندلی دی.

د سیمي اوسیدونکي وایي، دوي د سهار له اوو بجو څخه ډزې او ورپسې درنه چاودنه اوریدلې او څرنګه د وخته و، د هودخیلو د بازار دکانونه تړلي او د خلکو ګڼه هم لږه وه، د دې له امله ملکي خلکو ته زیان نه دی رسیدلی.
دوي وایي:

(زما نوم بهاردی، سهارد وخته و، موږ ډیرې ډزې واوریدلې، حالات ګډوډ شو، د پولیسواوهغوي ترمنځ ډزې وې، دکانونه تړلي و، د سهارشاوخوا اوه بجې وې، خلک په کورونو کې وو.)


دا په داسې حال کې ده چې ورته پېښه په همدې ورځ د کندز په ښار کې هم ترسره شوې ده، خو د کابل په ښار کې له شاوخوا دوه میاشتو وروسته دا لومړی ځان وژونکی پېښه ده .
طالبانو ادعا کړې ده، چې په پېښه کې دوه تنو ځان وژونکو افغان او بهرنیو ځواکونو ته د سرومال دروند زیان رسولی دی.

خو امنیتي ځواکونه وایي پرته د ملي اردو له پنځو تنو څخه بل چاته زیان نه دی اوښتی.


ددې ځان مرګي برید یو څو عکسونه دلته ددې لنک په کیکاږلو کتلای شي

origin-pa.azadiradio.org/photogallery/5452.html
XS
SM
MD
LG