د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۸ لیندۍ ۱۳۹۸ کابل ۰۸:۴۵

چارواکي:ټول هوايي شرکتونه دې په خپل خدماتو کې بدلون راولي


په دې وروستیو کې اروپايي هېوادونو ته د افغان هوايي شرکتونو په الوتنو په دې دلیل بندیز ولګېده چې له نړېوالو معیارونو سره سم فعالیت نه کوي، خو د افغانستان د ټرانسپورټ وزارت وايي، چې د دې ستونزې د هواري لپاره یي هلې ځلې پیل کړي دي.

د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزارت ویاند ننګیالی قلاتوال وايي، چې دغه وزارت ټولو هوايي شرکتونو ته دوه میاشتې وخت ورکړي چې خپل خدمات له نړېوالو معیارونو سره سم کړي.

نوموړي وويل، د هوايي چلند په برخه کې افغان دولت هم خپل مقررات چې د ۱۹۷۲ کال له وخته وو، نوي کړي دي:

(له نیکه مرغه یو خو زموږ طرز العملونه نوي شول او بل د الوتنو په برخه کې مو هم کوټلي ګامونه اخیستي او همدارنګه موږ ټول شرکتونو ته دوه میاشتې وخت ورکړی چې که هر شرکت په نړېوالو معیارونو سره برابر وي هغوي ته کومه ستونزه نشته )

ښاغلي قلاتوال وویل، که شرکتونو دغه چاره ترسره نه کړه نو ښايي وزارت یي په هېواد کې دننه هم په الوتنو بندیز ولګوي.

نوموړي همدا راز وویل، چې د العربیه په نوم د سعودي عربستان یوه نوي هوايي شرکت په افغانستان کې د فعالیت اجازه ترلاسه کړه او د تیرو دوو ورځو راهیسې یې دوبۍ او جدې ته الوتنې پیل کړي دي.

د هغه په وینا تر دې مخکې د سعودي عربستان دوه نور هوايي شرکتونه یو د کارګو او بل د مسافرینو د انتقال په برخه کې هم فعالیت درلود.

قلاتوال وويل، چې د العربیه شرکت له فعالېدو سره به دوبۍ ته د الوتنو د کمښت ستونزه چې په دې وروستیو کې ډیره شوې وه، یوه څه هواره شي:

(په دې ورستیو کې زموږ سفرونه اماراتو ته ډیر دي خو دده نوي شرکت سره به مو یو څه ستونزې حل شي.)

که څه هم اروپايي هېوادونو ته د افغان هوايي شرکتونو په الوتنو بندیز لګول شوی، خو دا مهال ځینو هوايي شرکتونو له بهره الوتکۍ چارتر کړي او خپلو الوتنو ته یې دوام ورکړي.

پخوا تر دې هم د افغانستان د ترانسپورټ وزارت ويلي و، چې د افغان هوايي شرکتونو په فعالیتونو کې د سمون لپاره به اقدامات کوي، خو په عمل کې بیا د قناعت وړ اقدامات نه دي شوي.
XS
SM
MD
LG