د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۴

نړیوال بانک د کلیوالي پروژه سره څلويښت میلونه ډالره مرسته وکړه


نړیوال بانک د افغانستان د کلیو د پراختیا د ملي عاجلو پروژو له پروګرام سره د څلویښتو میلونو ډالرو دا نوي مرسته په دې مقصد وکړه چې افغان حکومت د کلیو او بانډو خلکو ته د ضروروت وړ اسانتیاوي برابرې کړي.

دملي عاجلو پروژوپروګرام د کلیو د پراخیتا او بیا رغوونې د وزارت د هغو څلورو مهمو پروګرامونو څخه یو پروګرام دی چې په ۲۰۰۲ کال کې پیل شوی.

ددې پروګرام په واسطه تراوسه ۱۰۳۷۰کیلومتره سړک پوخ شوی، د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې یې ۸۷۲۶ کلي له ۳۵۸ ولسوالیو سره نښلولي او په دې توګه یې د تګ راتګ چارې اسانې کړې او کلیوالو، مهمو او اساسي خدمتونو ته لار پیدا کړې ده.

ددغې پروژې په واسطه ۱۵ زره هکتاره ځمکې ته د اوبه خور امکانات برابر شوي او شاوخوا اوه لکه کلیوال په موقتي ډول په کارونو ګمارل شوي دي.

دي پروژې دغه راز په ټولنې کي د پخوانيو وسله والو د جذب لپاره اسانتیاوې هم برابرې کړې دي.

د افغانستان د مالیې وزیر ډاکټر عمر زاخیلوال وایي، د سړکونو په ښه کیدو او پخیدو سره به د کلیو او لرې پرتو سېمو د خلکو په ټولنیز اواقتصادي ژوند کې ښه والي راشي.

دی وایي، د سړکونو په پخیدو سره به د پوهني وزارت په اسانۍ سره خپل پروګرامونه عملي کړاي شي او بزګران به امکان پیدا کړي چې بارزارونو ته خپل محصولات په اسانۍ سره ورسوي.

د افغانستان لپاره د نړیوال بانک استازی نیکولاس کرافت وایي، د سړکونو د رغولو په چارو کې د افغانستان پرمختګ د ستاینې وړ دی.

ښاغلی کرافت وایي، نړیوال بانګ د افغانستان د حکومت د هغو هلو ځلو ملاتړ کوي چې غواړي د کلیوالو خلکو ژوند ښه کړي.

نړیوال بانک له ۲۰۰۳ میلادي کال راهیسې له افغانستان سره ۲۱۱ میلونه ډالره مرسته کړې ده.

د امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د فواید عامې او د کلیو د پراخیتا او بیا رغوونې د وزارتونو د پروژو د تمویل او عملي کیدو په مقصد د نورو پنځوسو میلونو ډالرو مرسته هم کړې ده.
XS
SM
MD
LG