د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۹

مولن د افغانستان لپاره د ارزول شوې ستراتیژۍ پلي کېدو ته خوشبین دی


مولن وايي، موږ په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی دی او خپل هدف ته د رسیدو په لار کې دي.
مولن وايي، موږ په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی دی او خپل هدف ته د رسیدو په لار کې دي.

د امریکا د پوځ لوی درستز وایي، چې دوی په افغانستان کې وسله وال مخالفین ځپلي او پر پاکستان یې هم فشار راوړی ترڅو هلته د القاعده شبکې لا پسې وځپي. مایک مولن د جمعې په ورځ په کابل کې د امریکا له سفیر کارل ایکنبیري سره په یوه ګډه خبري غونډه کې را څرګند شو.

نوموړي وویل، چې دوی د افغانستان لپاره د امریکا د ارزول شوې ستراتیژۍ پلي کېدو ته خوشبین دي. ده زیاته کړه، چې اوسمهال دوی د افغانستان په جنګ کې بری ترلاسه کړی، اوس تکتیکې استراحت او ستراتیژیکي حوصلې ته اړتیا لري.

وروسته له هغه چې د افغانستان لپاره د امریکا د پوځي ستراتيژۍ د ارزونی لنډیز د پنجشنبې په ورځ د امریکا د ولسمشر له خوا خپور شو.

د جمعې په ورځ په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو د پوځ لوی درستز امیرالبحر مایک مولن په یوه خبري غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا د پوځي ستراتیژۍ بدلون په دې هېواد کې د دوی د ایتلاف د غړو لپاره د پرمختګ د لارې خلاصیدل وبلل.

ښاغلی مولن په خپلو خبرو کې وویل، چی د امریکا په پوځي ستراتیژۍ کې په دریو برخو کې ډیر ټیګار شوی، چې هغه د ترهګرو له منیځه وړل، د افغان ځواکونو پیاوړي کول او په سیمه کې په ځانګړی توګه له پاکستان سره د اړیکو ښه کول دي.

ده په خپلو خبرو کې همدا راز وویل، چې دوی په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې ښه پرمختګ کړی دی او خپل هدف ته د رسیدو په لار کې دي.

مولن د افغانستان په شمالی سیمو کې د امنیتی وضع پر ګړکېچن والي اندیښنه وښوده او ویې ویل، چې دوی هڅه کوي وروسته له دې خپله پاملرنه د افغانستان شمالي سیمو ته واړوي.

"په وروستیو څو کلونو کې جنوبي سیمو په ځانګړي توګه هلمند او کندهار او ختیځ ته لومړیتوب ورکړل شوی و. خو نه شو کولای چې شمالي سیمې له پامه وغورځوو، ځکه د تاوتریخوالي کچه په کې لوړه شوې. موږ په څرګنده توګه هلته فشار نه دی راوړی او په دې اړه مو له خپلو ایتلافي ملګرو سره خبرې کړي خامخا به پام ور واړوو اواغیزناکې به ثابت شي."

په افغانستان کې امریکایي چارواکي داسې مهال خپلې ستراتیژۍ کامیابه بولي، چې د ګڼ شمیر افغانانو په باور په تیرو څو کلونو کې د وسله والو مخالفینو فعالیت پراخ او چټک شوی دی او همدا راز د دواړو لورو په اخ او ډب کې زیات شمیر ملکي وګړي وژل کېږي.

خو د امریکا د پوځ لوی درسیتز وویل، که څه هم په ځان باندې د افغانانو په بې باورۍ پوهیږم خو پر ځان انتقاد ښه ګنو ځکه چې د دوی نیوکې زموږ د پرمختګ لپاره لار هواروي.

نوموړي د افغانانو د دې بې باورۍ په ځواب کې وویل، چې ځکه وسله وال مخالفین په افغانستان کې بیا زیاد شول چې د دوی ډیره پاملرنه په تیرو څوکلونو کې عراق ته وه.

د امریکا د لوی درستز په غونډه کې په افغانستان کې د امریکا سفیر کارل ایکنبري هم موجود و، ایکنبیري په تیرو څو کلونو کې په افغانستان کې د خپلو هیواد او د ایتلاف د غړو د پوځیانو له کړنو څخه ننګه وکړه.

نوموړي وویل، چې موږ په تیرو څو کلونو کې د پام وړ پرمختګ کړی دی او وروسته له دې هڅه کوو، چې خپل کړي پرمختګونه وساتو او له لاسه یې ورنه کړو.

ایکنبیري وویل، چې موږ غواړو وروسته له دې د افغانستان په لیرې پرتو سیمو کې سیمه ایزه حکومتدارۍ پیاوړي کړو.

ده په تیرو څو کلونو کې د بهرنیو پوځیانو لاس ته راوړنې داسې یادې کړې.

"لکه څنګه چې په هلمند ولایت کې ماشومان او ځوانان د لومړي ځل لپاره ښوونځي ته ځي او همدارنګه زه چې غزني ته تلل وم خلک خوشحاله وو، ځکه چې د اتصال یو ټکې رامنځ ته شوی او په ټول افغانستان کې افغانان د خپل ملي اردو په اړه فکر کوي او له دې څخه کولای شو یو مثبت ځواب ترلاسه کړو."

د افغانستان لپاره د امريکا پوځي ستراتيژۍ ارزونه چې د روان میلادی کال په وروستیو کې پیل شوه او اوس بشپړه شوې په کې ویل شوي، چې د امریکایي ځواکونو وتل به له دوه زره یولسم میلادي کاله پیل او حالاتو ته په کتو سره به دغه لړۍ بشپړه شي.

راپور: ذکېه غیاثی
XS
SM
MD
LG