د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

افغان ولسمشر له بارک اوباما سره ټلیفوني خبرې وکړې


د ولسمشر کرزي د ویاند په وینا په دې ټلیفوني اړیکه کې تر ډیره د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وشوې
د ولسمشر کرزي د ویاند په وینا په دې ټلیفوني اړیکه کې تر ډیره د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وشوې

افغان او امریکایی مشرانو په یوه ټلیفوني اړیکه کې د افغانستان او سیمې په روانه امینتي وضعه خبرې کړي او په افغانستان کې د وروستیو لاس ته راړونو د خوندي کولو په اړتیا یې ټینګار کړی دی. افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه امریکایی سیال بارک

د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژۍ د بیا کتنې د رپورټ د خپریدو په درشل کې افغان ولسمشر یو ځلې بیا د ترورزم په اصلي ځایونو د تمرکز په اړتیا ټینګار کړی.

ښاغلي کرزي دا ټینګار له خپل امریکایي سیال بارک اوباما سره په یوه ټلیفوني اړیکه کې کړې او ویلي، که دا مرکزونه په خپل حال پاتې شي، نو ممکن د افغانستان ستونزې هوارې نه شي.

د ولسمشر کرزي یو ویاند احمد ضیا سیامک له ازادي راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، چې دواړو مشرانو د پنجشنبې په ورځ په دې ټلیفوني اړیکه کې د امریکا په ستراتیژۍ، د افغانستان د امنیت او د وروستیو لاس ته راوړنو د خوندي کولو په اړه خبرې کړي.

ښاغلي سیامک د دې خبرو په اړه د نورو جزیاتو د ورکولو په ترڅ کې وویل.

"په دې ټلیفوني اړیکه کې تر ډیره د افغانستان د امنیت په اړه خبرې وشوې او وویل شول، هغه لاس ته راوړنې، چې په وروستیو میاشتو کې په افغانستان کې شوي باید خوندي شي.

افغان ولسمشر له بارک اوباما وغوښتل، چې د ترورزم مرکزونو ته باید زیاته پاملرنه وشي او که دا مرکزونه په خپل حال پاتې کیږي، نو نه یوازې دا، چې د افغانستان ستونزه نه هواریږي، بلکې ستونزې به په جدي توګه دوام وکړي.

ښاغلي سیامک وویل، چې افغان ولسمشر له خپل امریکایي سیال سره په دې خبرو کې دا هم وویل، چې په افغانستان کې د سولې د ټینګښت یوه اساسي لار پخلاینه ده، چې افغان حکومت په دې برخه کې ځینې مهم ګامونه هم پورته کړي دي.

تمه ده، چې د افغانستان په اړه د امریکا په ستراتیژۍ د سپینې ماڼۍ د بیا کتنې رپورټ د پنجشنبې په ورځ ناوخته خپور شي.

د امریکا په ستراتیژۍ د بیا کتنې په درشل کې د امریکا د دفاع د وزیر په ګډون یو شمیر امریکایي چارواکو افغانستان ته سفرونه هم درلودل.

د افغان کتونکو په وینا افغانستان ته د بارک اوباما وروستې لنډ سفر، چې په کې یوازې له امریکایی ځواکونو سره ولیدل هم په روانې ستراتیژۍ باندې د بیاکتنې له بهیر سره تړلی و.

خو دغه کتونکي په دې باور دي، چې دغه بیا کتنه به د افغانستان لپاره د امریکا په ستراتیژۍ کې کوم ځانګړې بدلون را نولي.

اجمل سهیل هم ورته نظر لري او وایي، چې ممکن یوازې ځینې تکتیکونه بدل شي او ستراتیژي په خپل ځای پاتې شي:

"زما په باور د متحده ایالاتو ستراتیژي په خپل ځای ده، اما ځیني بدلونونه چې په دې برخه کې راوړل کیږي، هغه په ځینو تکتیکونو او روشونو کې دي.

کله چې ستراتیژستان یوه ستراتیژي رامنځ ته کوي، هغه څو مشخص ټکي لري، چې لومړی یې د دښمن نیت بیا هدوفونه او بیا منابع.

کله چې هدف ډېر لوی وي او منابع یې کمې وي نو بیا ضروري ده، چې ستراتیژي ته بیا کتنه وشي."

په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له نسکوریدو وروسته امریکا څو څو وارې د افغانستانن په اړه په خپلې ستراتیژۍ کې بدلون راوستی.

امریکایی چارواکي او قومندانان په دې باور دي، چې په افغانستان او سیمه کې د حالاتو بدلون ته په پام سره په کار ده، چې په ستراتیژیو بیا کتنه وشي، څو مطلوب نتایج ترلاسه شي.

خو افغان کتونکي بیا دا انتقاد کوي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د ستراتيژیو اساسي ټکي یوازې د کاغذ پر مخ پاتې کیږي.
XS
SM
MD
LG