د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۷

واشنګټن پوسټ:د پاکستان او امریکا په ګټو کې بېلتون راغلی


دا مقام له هغه وروسته د شمالي وزیرستان د قبایلي سیمې چارچاپېره یوه وړه کړۍ کاږي او وايي، موږ پر دې سیمه د ډېر تمرکز له امله له خطر سره مخامخ یو.
دا مقام له هغه وروسته د شمالي وزیرستان د قبایلي سیمې چارچاپېره یوه وړه کړۍ کاږي او وايي، موږ پر دې سیمه د ډېر تمرکز له امله له خطر سره مخامخ یو.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼه خپل تحلیل چې عنوان یې دی (د پاکستان او امریکا په ګټو کې بېلتون راغلی) په اسلام اباد کې د امریکا د سفارت د یوه مقام په دې وینا پیل کوي، چې د پاکستان نقشې ته اشاره کوي، پر شاوخوا یې یوه لویه کړۍ رسموي او وایي، دا هغه ستونزه ده چې موږ یې باید حل کړو.

دا مقام له هغه وروسته د شمالي وزیرستان د قبایلي سیمې چارچاپېره یوه وړه کړۍ کاږي او وايي، موږ پر دې سیمه د ډېر تمرکز له امله له خطر سره مخامخ یو.

دا امریکايی پوځي مقام زیاتوي، دی وېره لري چې په واشنګټن کې د پاکستان په اړه بحثونه ډېر پردې غوښتنه متمرکز دي چې د پاکستان پوځ باید په شمالي وزیرستان کې د وسله والو طالبانو پرضد عملیات وکړي، څو افغانستان ته د هغوي د ننوتلو مخه ونیسي او دا هغه غوښتنه ده چې د دې امریکايي مقام په وینا، د پاکستان د پوځ په وس نه ده پوره، ځکه چې ځواکونه یې ډېر کم خو ډېر خواره واره دي.

واشنګټن پوسټ لیکي، امریکا څومره چې پر پاکستان د دې عملیاتو د پیل لپاره فشار راوړي، پاکستان هومره مقاومت کوي او د دې علت د ورځپاڼې په وینا ډېر واضح دی او هغه دا چې د دې دواړو متحدانو ګټې له یو بل سره توپیر لري.

امریکا چې په افغانستان کې ځواکونه لري، دا اقدامات همدا اوس غواړي خو پاکستان چې د ټول هېواد په کچه د تروریزم له ګواښ سره مخامخ دی،غواړي چې ډېر پر خپلو کورنیو ستونزو تمرکز وکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، د دواړو هېوادو چارواکي پر یو بل د دوه مخي چلند او بې اعتمادۍ تورونه لګوي خو د واشنګټن پوسټ په وینا دا تورونه یوازې د وضعیت له خرابۍ سره نوره مرسته کوي.

ورځپاڼه د تحلیل په دوام کې لیکي، د پاکستان د نقشې مخې ته ولاړ د امریکا پوځی مقام وايي، واشنګټن باید دا درک کړي چې پاکستان له اضافي ځواک پرته د نوېو عملیاتو د پیل وس نه لري او دا پر پاکستان د انتقاد په معنا نه، بلکې یو حقیقت دی.

خو په هغه تحلیل کې چې فایننشل ټایمز ورځپاڼې پرهمدې موضوع خپور کړی د یوه جګ پوړي امریکايي مقام له قوله ویل شوي چې که امریکا په پاکستان کې د طالبانو د روزنې د مرکزونو د بندولو لپاره د اسلام اباد په وړاندې سخت چلند غوره نه کړي، نو په افغانستان کې د ناټو کمپاین به ډېر ژر له ناکامۍ سره مخامخ شي.

په کندهار کې په ملکي چارو کې د امریکا پخواني جګ پوړي استازي بل هریس چې تېره میاشت یې له خپلې دندې څخه لاس واخیست، له فایننشل ټایمز ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي، له پاکستان سره د اړیکو د پراخولو لپاره د واشنګټن هڅو په تېر یو کال کې له پاکستانه افغانستان ته د افراطي وسله والو د اوښتو مخه ونشوای نیولای.

ښاغلی هریس زیاتوي، امریکا د راتلونکو لسو کلو لپاره د اسلام اباد حکومت ته ډېرې زیاتې پیسې ورکړې او دا د حیرانۍ کومه خبره نه ده چې دې امتیازونو پاکستان ته سخت خوند ورکړی.

د نوموړي په وینا په داسې حال کې چې په پاکستان کې د وسله والو اډې فعالې دي که امریکا هڅه وکړي چې په افغانستان کې جګړه د بریالیتوب پړاو ته ورسوي نو ډېر ژر به له ناکامۍ سره مخامخ شي.

فایننشل ټایمز لیکي، د ښاغلي هریس څرګندونې په امریکا کې د هغو زیاتېدونکو اندېښنو ښودونکې ده چې د امریکا له زیاتو مالي مرستو سره سره د پاکستان استخباراتي ادارو د افغان طالبانو له ملاتړ څخه لاس نه دی اخیستی.
XS
SM
MD
LG