د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۵

ایکن بیري د لوګر د لرغونو سیمو څخه لیدنه وکړه


ایکن بیري
ایکن بیري
په افغانستان کې د متحده ایالاتو سفیر له خپل کاري ټیم سره یوځای په لوګر کې د مسوعینکو د کان په سیمه کې د لرغونو اثارو له سیمو او د دغو اثارو له کندنو څخه لیدنه وکړه.

له ایکن بیري سره په دې سفر کې د افغانستان د اطلاعاتو کلتور د وزارت د لرغون پیژندنې د څانګې مشر محمد نادر رسولي هم ملګری وه، چې د دغې لرغونې سیمې په اړه يي ورغلی پلاوي ته معلومات ورکول.

ښاغلي رسولي وویل، چې دوي به ددغو لرغونو اثارو د راویستلو لپاره کندنو ته د واورو د ورېدو تر وخته پورې دوام ورکړي او داسې يي زیاته کړه:

"زموږ د عاجلو اړتیا څخه یو دادی، چې موږ د ترمیم مواد او وسایل او دغه راز د کندنو وسایل نه لرو.

که په عامه توګه يي وه وایو نو په افغانستان کې په مجموعي توګه موږ کافی وسایل او امکانات نه لرو."

د افغانستان د اطلاعاتو کلتور د وزارت د لرغون پیژندنې د څانګې مشر وړاندې وویل،چې د دغې لرغونې سیمې اثار زیاتره له لومړي څخه بیا تر ۱۴ میلادي قرنه پورې تړاو لري.

د ده په وینا تراوسه پورې له دغې لرغونې سیمې څخه د لاس ته راغلو اثارو په ډله کې څلي یا مناروونه، د سرو زرو او سپینو زرو سکې او دغه راز خټینې او د لرګي او ډبرو څخه جوړې مجسمې شاملې دي.

په عین حال کې په کابل کې د متحده ایالاتو سفیر کارل ایکن بیري د لوګر د مس عینک د کان د لرغونې سیمې څخه د دغو لرغونو اثارو د تخنیکي او فني ایستلو د ستایلو ترڅنګ وویل، چې هڅه به وکړي د اطلاعاتو کلتور د وزارت له لرغون پیژندنې ریاست سره به د اړتیا وړ امکاناتو د ورکړې په برخه کې مرسته وکړي:

"موږ به وګورو، چې د کندنو او د لرغونو اثارو د ساتنې لپاره کومو څیزونو ته اړتیا ده بیا به موږ د اطلاعاتو فرهنګ د وزارت په مشوره، زموږ د پوځي شریکانو او د نړېوالې ټولنې په مرسته د لازمو اړتیا د برابرولو په برخه کې مرسته وکړو."

د افغانستان د کانونو وزارت د لوګر د مسو عینکو د کان د راویستلو پروژه د ام سي سي په نامه يوې چینايي کمپنۍ ته ورکړې ده، خو داسې اندیښنې هم شته چې د دغه کان د کندلو پرمهال په دغه سیمه کې لرغونې اثارو ته زیان رسیږي.

خو د افغانستان د اطلاعاتو کلتور وزارت د لرغون پیژندنې ریاست وايي، چې دوي هڅه کوي د دغې سیمې لرغونې اثار نورو خوندي ځایونو ته انتقال کړي.

راپور-مجاهد جواد،کابل
XS
SM
MD
LG