د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۲

کرزي د عاشورا د ورځې په مناسبت بیا پر مخالفینو د سولې غږ وکړ


ولسمشرحامد کرزي د عاشورا د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې
ولسمشرحامد کرزي د عاشورا د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې
ولسمشرحامد کرزي د عاشورا د ورځې په مناسبت جوړه شوې غونډه کې یو ځل بیا د دولت پر وسله والو مخالفانو غږ وکړ، چې له مخالفت څخه لاس واخلي او د سولې له بهیر سره یوځای شي ترڅو وکولای شي خپل هېواد د پرمختګ په لور وخوځوي.

جمهوررییس کرزي چې د پنجشنبې په ورځ یې د کابل ښار په لویدیځ کې د خاتم النبین په مدرسه کې د عاشورا د ورځې د پېښې په اړه وینا کوله وویل، چې د عاشورا د ورځې له پېښې نه باید ټول عبرت واخلي او په خپلو کورنیو او ټولنو کې عدالت ټینګ او د نورو حقوق تر پښو لاندې نه کړي:

"له دې لویې ورځې څخه په پند بیا هم له خپلو وروڼو څخه په هرځای کې
د عاشورا د ورځې په مناست په کابل کې په جوړه شوي غونډه کې ولسمشرکرزي وویل چې له دې ورځې څخه باید ټول د خپلې ټولنې د اصلاح لپاره ګټه واخلي.
چې دي او د خپل هېواد په وړاندې یې ټوپک اخیستی او خپله خاوره او خلک زوروي هیله او غوښتنه کوو چې د عاشورا د شهیدانو د پاکې وینې په خاطر د دې هېواد په وړاندې زور زیاتی پای ته ورسوي.

دوي دې خپل هېواد ته راشي او له سولې سره دې یوځای شي تر څو زموږ په هېواد او سیمه کې تر ابده سوله ټینګه او خلک په ارامۍ کې ژوند وکړي."

دا لومړی ځل نه دی چې ولسمشر کرزی له وسله والو مخالفانو نه غواړي چې د سولې له بهیر سره یوځای شي بلکې تر دې وړاندې هم ولسمشر کرزي ډیر ځلې ورته غوښتې کړي خو وسله والو مخالفانو دغو غوښتنو ته منفي ځواب ویلی او پر خپل پخوانی دریځ یې ټینګار کړی چې هغه له دې هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو وتل دي.

د ولسي جرګې رییس محمد یونس قانوني هم په خبله وینا کې تر ډیره د عاشورا ورځې په سیاسي او اصلاحي اړخ خبرې وکړې او ویي ویل، چې افغانان هم باید په دې حساس وخت کې اصلاحات رامنځ ته او د زور زیاتي په وړاندې په ټينګه ودریږي:

"دې اصلاح غوښتنې که په هغې ورځ ارزښت درلود نو نن موږ اصلاح غوښتنې ته لا ډیره اړتیا لرو.

که چېرې فساد، زور زیاتی او استبداد د تاریخ یوه برخه ده نو د دغو ټولو په وړاندې دریدل هغه سنت او لاره ده چې موږ یې باید له امام حسین او د هغه له وفاداره یارانو څخه زده کړو."

د کابل ښار په لویدیځ کې د خاتم النبین په مدرسه کې د عاشورا په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د کابینې او ملي شورا یو شمېرغړو، دیني عالمانو او سلګونوعامو کسانو په ځانګړي توګه د شیعه مذهب لارویانو برخه اخیستې وه.

دیني عالمانو په خپلو ویناوو کې تر ډیره د عاشورا په ورځ د اما حسین او د هغه د یارانو فداکارېو او قربانیو ته اشاره وکړه، چې د اسلامي ټولنې او ټول بشریت لپاره د عدالت د ټینګښت او اصلاح لوی پند او درس دی.

په دې غونډه کې ویناوالو غوښتنه وکړه، چې هر افغان باید په دې هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره هلې ځلې وکړي او پرې نږدي چې په ټولنه کې یې همداسې بدبختۍ او ورور وژنه روانه وي.
XS
SM
MD
LG