د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

د افغانستان د جګړې په اړه به د اوباما د ستراتیژۍ د بیا کتنې پایلې اعلان شي


د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما
د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا کانګرس ته ویلي، چې د افغانستان د جګړې په اړه د هغه ستراتیژي ګټوره ده او په تدریجي ډول یي پرمختګ له ځان سره لرلې او د همدې ستراتیژې په رڼا کې به په دې هېواد کې د امریکا په مشرۍ ځواکونه په همدې بڼه فعالیت ته دوام ورکوي.

په دغې ستراتیژۍ کې به چې د اوباما ادارې یي په اړه د زیات بدلون نښې نه دي څرګندې کړي، په دې ټینګار وشي چې د افغانستان حکومت باید پیاوړی او پر پاکستان فشار راوړل شي چې په خپله خاوره کې د سخت دریځو پناه ځایونه له منځه یوسي.

د دغې ستراتیژی له پایلو سره سم دغه راز ویل شوي، چې اوباما په دې ټینګار کوي چې په افغانستان کې کافي امنیت ټینګ شوې چې امریکایي ځواکونه وکولای شي د راتلونکي کال له جولای میاشتې څخه له دې هېواده په وتلو پیل وکړي او په ۲۰۱۴ کې د دې هېواد د ټولو امنیتي چارو مسوولیت افغان ځواکونو ته پرېږدي.

اوباما د تیرکال په ډیسمبر کې افغانستان ته د دیرش زره نورو سرتیرو د لیږلو د اعلان سره سم وویل، چې امریکایي ځواکونه به د ۲۰۱۱ کال د جولای له میاشتې له دې هېواده په وتلو پیل وکړي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د امریکا کانګرس ته په استولي لیک کې پر خپلې له سره کتل شوي ستراتیژي کې هڅه کړې چې د افغانستان له جګړې څخه چې محبوبیت یي په امریکا کې ورځ تر بلې په کمېدو دی، د کانګرس او د امریکا د خلکو ملاتړ تر لاسه کړی.

دا په داسې حال کې ده، چې په افغانستان کې نا امنیو زور اخیستی او د دې هېواد امنیتي وضعیت ډیر خراب شوی دی.

اوباما د کانګرس مشرانو ته په استولي لیک کې دغه راز ویلي، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ نړېوال ځواکونه له یو شمېر ګڼ میشتو سیمو څخه وسله وال مخالفان لېرې کوي، چې دا په تېر یوه کال کې دې هېواد ته د نورو استول شوېو امریکایي سرتېرو نتیجه ده.

اوباما ویلي، چې امریکایي او د ایساف ځواکونه به د دغې ستراتیژی پلي کولو ته ترهغو پورې دوام ورکړي، چې د افغانستان امنیتي ځواکونه د دې جوګه شي چې په خپله د هېواد امنیتي چارې سمبالې کړي.

په داسې حال کې ده، چې ولسمشر اوباما نن د افغانستان د ستراتیژۍ د بیا کتنې پایلې اعلانوي، د امریکا استخباراتي ادارو په یوه راپورکې د افغانستان د جګړې په باب د پنتاګون خلاف ډېره منفي ارزیابي کړې او وایي چې په دی هېواد کې په پوځي برخه کې د وروستیو لاسته راوړنو سره سره په دې هېواد کې د پرمختګونو په اړه شک کیږي.

استخباراتي ادارو ویلي، تر څو چې پاکستان په خپله خاوره کې د سخت دریځو مرکزونه بند نه کړي، په افغانستان کې د بریالیتوب چانس ډېر لږ دی، په دې راپور کې د افغانستان حکومت کمزوری او له فساده ډک ښودل شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس له مخې د امریکا پوځي قومندانان وايي، چې بلواګر د دې لپاره چې په افغانستان کې بمونه ځای پرځای کړي او له امریکايي پوځیانو سره وجنګېږي، د افغانستان او پاکستان په پولو ازاد تګ راتګ کوي.

د امریکا د ملي استخباراتو اټکلونه د متحدو ایالتونو د شپاړلس استخباراتي ادارو نظرونه ښيي او هغه تېره اوونۍ د متحدو ایالتونو د مشرانو جرګې او د استازو جرګې د استخباراتو کمېټو ته وسپارل شول، خو د سپینې ماڼۍ مطبوعاتي ريیس رابرت ګیبس وايي، چې د افغانستان په جګړه کې پرمختګ شوی او د طالبانو قوت کمزوری شوی دی.

ده همدا راز وویل، موږ د القاعده د مهمو مشرانو په کمولو کې پرمختګ وینو، همدا راز په تېرو اتلسو میاشتو کې د پاکستان له حکومت سره د زیاتې همکارۍ کتونکي یو.

د رویټرز اژانس د راپور له مخې د امریکا په کانګرس کې دا باور ورځ تر بلې پیاوړی کیږي چې ترهغو پورې چې پاکستان ونه غواړي چې په خپله خاوره کې د سخت دریځو د ځپلو لپاره جدی اقدام وکړي او د افغانستان په حکومت کې اداري فساد دوام ولري، د افغانستان د جګړې په اړه د امریکا ستراتیژی به له جدي او پیچلو ستونزو سره مخامخ وي.

د کانګرس یوه غړي چې نوم یي نه دی ښودل شوی ویلي، دغو ستونزو ته په پام سره د کانګرس ډیر مشران په دې باور دي چې امریکا ته په کار ده چې هرڅومره ژر چې کېدای شي له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

یوې منبع رویترز ته ویلي، چې دغه مشران دا خبره تل په خصوصي مجلسونو کې کوي خو د دوي زیاتره یي نه غواړي چې دا مسله په عام محضر کې مطرح کړي.
XS
SM
MD
LG