د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

افغان ځوانان:نوی ولسي جرګه دې د لیرې پرتو سیمو ستونزو ته د دولت پام راوړوي


د هېواد د مختلفو ولایتونو په لسګونو ځوانانو، د راتلونکي ملي شورا څخه هیله وکړه چې، د لېرې پرتو سیمو د اوسیدونکو او په تیره د ځوانانو د ستونزو حل دی، د دوي د کاري پروګرامونو په سر کې وشمېري.

دوي وایي، د راتلونکي ولسي جرګې غړي باید د دوي رایو ته په دروند نظر وګوري، د هېواد د ولایتونو د ځوانانو غوڼده د چهارشنبې په ورځ په کابل کې، د جمهوري غوښتونکو د نړېوال انسټیټوټ په مرسته، د ځوانانو د ملي ټولنې له خوا جوړه شوې وه.

د دې ټولنې ريیس شفیق پوپل ازادۍ راډیو ته وویل چې، غواړي د ځوانانو، ولایتي شوراګانو او ولسي جرګې ترمنځ د ګډو همکارېو اړیکي ټینګي کړي:

(غواړو د لېرې پرتو سیمو ستونزې چارواکو، ملي شورا او کورنیو او بهرنیو موسسو ته څرګندې کړواو هیله ترې کوو راتلونکي ملي شورا دغه ستونزې وڅیړي او کمښت ته یي هڅې وکړي.)

د ځوانانو په غونډه کې د راتلونکي ولسي جرګې او ولایتي شوراګانو یو شمېرغړي هم حاضر وو، ځوانانو په لېرې پرتو سیموکې، د کار، زده کړو، روغتیایي خدماتو او امنیتي نشتوالي، لویه ستونزه وبلله، دوي ټینګار وکړ چې راتلونکي ولسي جرګه دې یادو ستونزو ته پوره پاملرنه وکړي.

په دې اړه د هلمند او میدان وردګو د ولایتونو ځوانانو داسې زیاته کړه:

(په لېرې پرتو سیمو، بې کاري او نا امنی هغه ستونزې دي چې ځوانان بې لارې کولای شي، دولت ته په کار ده چې د لېرې پرتو سیمو د ځوانانو ژوند ته پاملرنه وکړي.)

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې لا کار نه دی پیل کړی او د وروستیو پایلو په هکله یي اوس هم د لويي څارنوالۍ او د انتخاباتو کمیسیونونو ترمنځ ناندرې پای ته نه دي رسیدلي.
XS
SM
MD
LG