د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۱۲

ولسمشر کرزی: د فساد د له منځه وړلو لپاره باید د ادراې چارې افغاني شي


ښاغلي کرزي هم نړیوال او هم یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي په اداري فساد کې په لاس لرولو تورن کړل
ښاغلي کرزي هم نړیوال او هم یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي په اداري فساد کې په لاس لرولو تورن کړل

نوموړي دغه څرګندونې د اداري فساد پروړاندې د نړیوالې ورځې په لمانځغونډه کې په کابل کې وکړې. ښاغلي کرزي هم نړیوال او هم یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي په اداري فساد کې په لاس لرولو تورن کړل. خو ويي ویل، چې د دې ستونزې د له منځه

افغان ولسمشر حامد کرزی وايي، تر هغې چې اداري چارې افغاني نه شی، د اداري فساد له منځه وړل ناشونی دی.

افغان ولسمشر دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د فساد پروړاندې د مبارزې د نړیوالې ورځې په نمانځغونډه کې وکړې.

ښاغلي کرزي په افغانستان کې په اداري فساد کې د نړیوالو لاس لرلو ته په اشارې وویل، چې څو پرله پسې جګړې په هیواد کې د اداري فساد د ودې لامل شوی دی.

نوموړي وویل، چې په افغانستان کې د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره باید د ادارو واک افغانانو ته وسپارل شي.

"د حکومت له واکونو څخه ناوړه ګټه اخیستنه له رشوت اخیستو څخه هم پراخ فساد دی او ډېر خطرناکه او وژونکی دی.

په افغانستان کې د نړیوال فساد او پراخ فساد له دوو لارو هوارېدی شي. د هغوی د صمیمانه همکاری او د چارو په افغاني کېدو. ترڅو افغانان د خپل هېواد ټول واک ولري، نو افغانستان باید د ملکي ادارې خاوند کړو.تر څو د حکومتونو، سیاسي شخصیتونو او حکومتي چارواکو په تګ راتګ کې دغه اداره بدله نه شي."

په عین حال کې د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د ستراتېژۍ د پلي کولو د څار د ادارې مشر محمد یاسین عثماني که څه هم په افغانستان کې په لوړه کچه اداري فساد مني، خو وايي، چې په دې برخه کې کارونه هم شوي دي.

ښاغلي عثماني وویل، پنځه لوړپوړي چارواکي يې د اداري فساد په تور نیولي دي.

"موږ د پراخ اداري فساد لکه رشوت، د ځمکو لاندې کول، له خپل واک څخه ناوړه ګټه اخیستنه، د خلکو ځورول، چې په دولتي ادارو کې موجود دي، انکار نه کوو، خو یو شمېر څېړنيزې موسسې، چې کومې شمېر وړاندې کوي هغه نه منو. د اداري فساد په تور مو پنځه تنه د ادارو ریيسان نیولي دي."

د اداري فساد پروړاندې د مبارزې د ستراتېژی د پلي کولو د څار د ادارې مشر ښاغلي عثماني د نیول شویو کسانو نومونه وانخیستل.

په داسې حال کې، چې تر دې پخوا هم یو شمېر لوړپوړي دولتي چارواکي په اداري فساد کې په لاس لرولو تورن شوي. خو نومونه يې نه دي اخیستل شوي او که دوسیې يې افشا شوي هم دي، یا له هېواده بهر دي او یا هم محکمې ته نه دي حاضر شوي.

دولتي چارواکي په داسې جال کې په هېواد کې د اداري فساد پروړاندې د مبارز به اړه خبرې کوي، چې افغانستان اوس هم د هغو هېوادونو په ډله کې دی، چې پراخ اداري فساد په کې موجود دی.

راپور: ماریا صدیقي
XS
SM
MD
LG