د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۳

اذري:د هولبروک مړینه به د سپینې ماڼۍ د ستراتیژۍ پر تطبیق زیات اغیز ونکړي


د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي ریچارد هولبروک
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي ریچارد هولبروک
د استرالیا په سدني ښار کې د پوهنتون استاد ډاکتر احسان اذري وایي، چې د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا د خاص استازي ریچارد هولبروک نظریات د افغانستان د جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ په څیړل شوي ستراتیژی کې شامل دي او د هغه مړینه به د دې ستراتیژي پر تطبیق زیات اغیز ونکړي.

دا چې هولبروک د امریکا د بهرنۍ سیاست لپاره څومره مهم واو د افغانستان د لانجې په هواري کې یي هڅې څومره ګټورې وې، په دې اړه نوریاس نوري له ښاغلي اذري سره مرکه کړې او په سر کې یي د امریکا د بهرنۍ سیاست لپاره د هغه د اهمیت په اړه پوښتنه کړې ده، چې د دې پوښتنو ځواب د همدې پاڼې په کيڼ اړخ کې د (ږغ) له برخې اورېدلی شئ.
XS
SM
MD
LG