د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۷ غویی ۱۴۰۴ کابل ۱۰:۴۸

امریکايي څیړونکي:که کرزی نه وي نو څوک؟


افغان ولسمشر حامد کرزی
افغان ولسمشر حامد کرزی
وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، چې د ویکي لیکس له خوا خپرو شوېو اسنادو کې د ولسمشر کرزي د شخصیت په اړه زیات څه لیکل شوي دي.

دې یو کمزوری او جاه طلب کس ګڼل شوې خو دا نه دي ویل شوي، چې که کرزي د افغانستان په سیاسي ډګر کې نه وي د هېواد د راتلونکي حکومت شکل به څنګه وي.

ورځپاڼه لیکي چې لومړۍ پوښتنه داده چې ایا ولسمشر کرزي به د جمهوري ریاست له روانې دوهمی دورې وروسته واقعا واک پریږدي او که نه ؟

څیړونکي په دې نظر دي چې امکان لرې ولسمشر کرزي په اساسي قانون کې د بدلون له لارې په واک پاتې شي، یا راتلونکي انتخابات یواځې د ځان لپاره منحصر کړې او یا هم د بیړنې حالت د اعلانولو له لارې راتلونکی انتخابات وځنډوي.

ورځپاڼه لیکي که چېرې فرض کړو چې د کرزي کړه وړه بدل شول او خلک یي نورهم له ځانه ناراضه او خپه کړل او دی تر فشار لاندې ونیول شو، چې له ۲۰۱۴ کاله مخکې واک پریږدي نو په داسې یو فرضي حالت کې له واکه د کرزي د لېرې کېدو لپاره هر حرکت چې وي باید په خپله د افغانانو له خوا وي خو دا هم یوه استثنایي او افراطي لاره ده.

نو مناسبه لاره کومه ده ؟

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه د څیړونکو له قوله لیکي چې مناسبه لاره داده چې امریکا په افغانستان کې د سیاسي تغییراتو لپاره سرله اوسه د خلکو ذهنیتونه برابر کړي، د سیاسي فعالیتونو او د خلکو د اذهانو د روښانولو له لارې دوي ته څرګنده کړې چې په کابینه کې بدلون او واک ته د نوېو خلکو راتګ په سیاست کې یو عادي کار دی او هیڅ څوک دا بد لپاره په چوکۍ نه وي ناست، کرزی به هم یوه ورځ واک پریږدي او خلک باید دې ته اماده اوسي.

خو بیا هم د خلکو د ذهنیت د اماده کولو تر څنګ دا هم باید څرګنده شي، چې څوک او کوم ګوندونه کولای شي د کرزي د قدرت خلا ډکه کړي.

وال سټریټ ژورنال لیکي، امریکا چې اوس مهال په افغانستان کې ډیر نور مصرفیتونه لري او له خپلو داخلي ستونزو سره هم لاس ګریوان ده، کېدای شي نه غواړي په افغانستان کې یوه بله پروسه هم پیل کړي، خو که چېرې په دی اړه کوم ګام وانه خیستل شي نو معنی یي داده چې افغانستان یو داسې نامعلوم لوری ته استول کیږي چې د امریکا په لنډمهالو اهدافو کوم تاثیر نه لري.

ورځپانه د څیړونکو له قوله لیکي چې د افغانستان د راتلونکې لپاره سیاسي پروسه او ګوندونه باید تقویه شي، داسې ګوندونه چې د خپل نظر او اصولو لپاره کار کوي،دغه ګوندونه باید د سیاست ډګر ته راووځي او خپل اهداف خلکو ته بیان کړي .

وال سټریټ ژورنال ورځپاڼه لیکي، چې په راتلونکو دوه درېو کلونو کی باید په رسنیو کې د ګوندونو د تبلیغاتو لپاره زمینه برابره شي تر څو خلک نوي سیاسي شخصیتونه وپیژني.

افغانستان سر له اوسه یوې نوي سیاسي لارې ته اړتیا لري ترڅو سیاستوال وکولای شي په خپلو نوېو افکارو او نظریاتو د سیاست ډګر ته راووځي.
XS
SM
MD
LG