د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

کرزي د افغانستان له لارې د ګازو د پایپ لاین د امنیت ژمنه وکړه


د افغانستان ولسمشر
د افغانستان ولسمشر
د افغانستان ولسمشرحامد کرزي پرون په ترکمنستان کې د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د پايپ لاين د امنيت د برابرولو ژمنه وکړه.

د افغانستان او پاکستان ولسمشرانو پرون په عشق اباد کې له خپل ترکمن ساري سره د افغانستان له لارې پاکستان او بالاخره هندوستان ته د ترکمنستان د ګازو د انتقال د پايپ لاين د جوړولو موافقه لاسليک کړه، د3 ولسمشرانو په غونډه کې د هند د د تېلو وزيرهم ګډون کړی وو.

په افغانستان کې دا پايپ لاين د هلمند او کندهار له نارامو جنوبي ولايتونو تېرېږي، چې د زرګونو بهرنيو ځواکونو له حضور سره سره حکومت پرې بشپړ کنټرول نه لري.

د افغانستان ولسمشر پرون په عشق اباد کې وويل، چې د ګازو د نل ليکې د جوړولو په ترڅ کې او له هغه وروسته به د دې پايپ لاين د امنيت لپاره هيڅ راز هڅه ونه سپموي.

ترکمنستان ،چې د پخواني شوروي اتحاد يو جمهوريت دی، د ګازو پرېمانې زېرمې لري او غواړي چې په راتلونکو شلو کلونو کې د خپلو ګازو توليد درې برابره زيات کړي او۲۳۰ مليارد مترمکعبو ته يې ورسوي.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بيردي محمداوف وويل، چې دا پروژه د مالي او اقتصادي ګټو په څنګ کې په سيمه کې د ثبات له راوستلو سره مرسته کوي.

دا پايپ لاين چې اوږدوالي يې ۱۶۴۰ کيلومترو ته رسېږي، د ترکمنستان طبيعي ګاز به د دولت اباد له سيمې د افغانستان له لارې پاکستان او همدا راز هندوستان ته ولېږدوي.

د دې پايپ لاين له لارې به د ترکمنستان د جنوبي حوزې دېرش مليون مکعب متره ګاز د هند براعظمګي ته ولېږدول شي، خو رويټرز خبري اژانس وايي، د عشق اباد له موافقې سره سم، چې د څلورو هېوادونو له لوري لاسليک شوه، امنيتي تدابيرو، د ګازو اندازې او بيې ته اشاره نه ده شوې.

د اسيايي پراختيايي بانک رييس هاريکو کورودا په عشق اباد کې خبريالانو ته وويل، چې د دې پروژې بشپړېدا اسانه کار نه دي، ده وويل پکار ده چې د دې پايپ لاين امنيت او د هغه د جوړېدو کار تضمين شي، کورودا زیاته کړه، اسيايي پراختيايي بانک د دې پروژې ملاتړ کوي خو ده نورجزييات څرګند نه کړل.

ويل شوي چې دا پايپ لاين به د دې لپاره چې امنيت يې خوندي شي، د مځکې پر سر نه بلکې تر خاورو لاندې تېر شي.

افغان چارواکي هيله لري، چې د دې پايپ لاين د جوړېدو له برکته به افغانستان په سلګونو مليون ډالره د حق العبور له درکه ترلاسه کړي او همداراز به زرګونو افغانانو ته د کار زمينه اواره شي.
XS
SM
MD
LG