د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۱۵

جمعه د ډیسمبر 10 مه


ډېریو غربي ورځپاڼو د ولسمشر کرزي، امریکا او بریتایا په اړه د ویکي لیکس له خوا پر افشا شویو اسنادو تبصرې کړي، چې د دوی په وینا د دغو اسنادو افشا کېدلو امریکا وشرموله.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼې په خپله پرونۍ ګڼه کې د ولسمشرحامد کرزي د هغو څرګندونو په اړه چې په ویکي لیکس ویب پاڼه کې د ده په اړه د افشا شویو انتقادونو په ځواب کې یې کړي لیکي، چې دا څرګندونې د واشنګټن لپاره اراموونکې بلل کېدای شي.

ورځپاڼه لیکي، د ویکي لیکس له خوا د امریکا د محرمو ډيپلوماټیکو اسنادو له خپرېدو څخه چې په هغو کې په کابل کې د امریکا سفیر کارل ایکنبېري ولسمشر حامد کرزی یو کمزوری رهبر بللی و، یوه اوونۍ لا نه وه تېره، چې ولسمشر حامد کرزي د امریکا له دفاع وزیر رابرت ګېټس او په خپله له ایکنبېري سره په عام محضر کې راڅرګند شو او داسې یې وښوده چې ګنې د دوی ترمینځ د اندېښنې وړ هېڅ کومه خبره نه ده تېره شوې.

نیویارک ټایمز د ښاغلي ګېټس له قوله لیکي، چې وايي، د دې اسنادو افشا امریکا وشرموله خو دی زیاتوي چې دا دومره مهمه مساله نه ده ځکه دا مشران دي، چې وروستۍ پرېکړې کوي او د دې اسنادو خپرېدل به د دوی پر اجراآتو هېڅ راز منفي اغېز ونکړي.

ورځپاڼه زیاتوي، په عین حال کې د امریکا سفیر کارل ایکنبېري به د کرزي او ګېټس په ګډه مطبوعاتي غونډه کې د دواړو هره وینا په ډېره مینه کتله، د دوی د موسکا او خندا شاهد و او کله ناکله به په دې خنداګانو کې ورسره ملګری شو.

د ورځپاڼې په وینا، افغان ولسمشر هم د دې لپاره، چې د دې اسنادو افشا ډېره جدي مساله ونه ښيي وویل، چې د ده پرضد د کابینې د ځینو غړو څرګندونې عادي خبرې دي، چې خلک یې په خصوصي ناستو کې کوي او یوازې د دوی د شخصي نظریاتو څرګندونه کولای شي.

ورځپاڼه زیاتوي، له دې مخکې دا وېره وه، چې ښايي د ویکي لیکس له خوا د دې اسنادو خپرېدل به ښاغلی کرزی په غوسه کړي او له ځینو امریکايي چارواکو سره د ده د حکومت اړیکي به ساړه کړي خو د نیویارک ټایمز په وینا د افغان ولسمشر ملایم عکس العمل په امریکا کې رامینځ ته شوې دا اندېښنې له مینځه یووړې.

ټایمز:

د برتانیا چاپ ټایمز ورځپاڼې د هغو ستونزو په اړه چې په ویکي لیکس کې د محرمو اسنادو له افشا کېدو وروسته د افغانستان او برتانیې د حکومتونو په اړیکو کې رامینځ ته شوې، لیکي، چې بیاهم دا کرزی و، چې د فاصلو د لنډولو لپاره یې اقدام وکړ او د برتانیې له صدراعظم دېوېډ کامرون سره په خبرو کې یې هڅه وکړه، چې په افغانستان کې د یوه ټاکونکي کال لپاره لاره پرانيزي.

له ښاغلي کامرون سره په کتنه کې ولسمشر حامد کرزي په افغانستان کې د برتانوي سرتېرو د سرښندنو مننه وکړه او ښاغلي کامرون ژمنه وکړه، چې هېواد به یې د افغانستان د ملي اردو د روزنې په برخه کې به د پام وړ ونډه واخلي.

د ټایمز ورځپاڼې په وینا په دې ډول د دواړو هېوادونو مشرانو هغه لانجه چې په ویکي لیکس کې د امریکا د ډيپلوماتیکو اسنادو له خپرېدو وروسته رامینځ ته شوې وه، بې اهمیته وښوده او هڅه یې وکړه چې خپل ښه اړیکي وساتي.
XS
SM
MD
LG