رویټرز خبري اژانس لیکي، د سپینې ماڼۍ په څېړنه کې دا اټکل شوی چې د ۲۰۱۱ کال تر نیمایي پورې به په افغانستان کې د امریکا ستراتیژي څنګه پرمخ ولاړه شي او څه به پېښ شي.
د رویټرز په وینا، په دې کې د افغانستان دجګړې درې اړخونه ښايي ډېر مهم وي چې په سر کې یې د امنیت او سالمې ادارې مسئله ده.
د امریکا پوځي چارواکي وایې چې د افغانستان په ځینو برخو کې یې د طالبانو پرمختګ کمزوری کړی او د کابل او کندهار په څېر په لویو ښارونو کې یې امنیتي کمربندونه غځولي دي.
تحلیل زیاتوي چې امریکا او متحدان یې ښايي غوره وګڼي چې د دې امنیتي کمربندونو پراخولو ته دوام ورکړي او طالبان له ګڼ مېشتو سیمو څخه په شا وتمبوي څو د طالبانو په نه موجودیت کې د خلکو ورځني ژوند او د دولتي ادارو فعالیت ته مخه خلاصه شي.
د سپینې ماڼۍ څېړنه اټکل کوي چې ښايي په افغانستان کې د فساد د مخنیوي او د صحت او تعلیم په څېر، خلکو ته د عامه خدماتو د برابرولو په په چاره کې یوڅه پرمختګ وشي.
همدا راز د ملي اردو او پولیسو د ځواک لیکو ته د افرادو د استخدام په برخه کې هم ښايي بریاوې ترلاسه شي.
دا ځواکونه به په کلیو کې امنیت ټینګ کړي او دا به له طالبانو څخه د خلکو د ملاتړ په کمولو کې مرسته وکړي.
اژانس زیاتوي، چې د ناټو په مشرۍ اتحاد به لاهم ځواکمن پاتې شي، که څه هم کاناډا په پام کې لري چې په افغانستان کې خپل ماموریت په ۲۰۱۱ کال کې ختم کړي، خو د ناټو د نورو غړو حکومتونه به پر کورني مخالفت غالب شي او له افغانستانه د خپلو قواوو د اېستلو له پرېکړې به لاس واخلي.
او د امریکا ولسمشر بارک اوباما به هغه اندېښنې غلې کړي چې په افغانستان کې د پوځي لګښتونو له کبله رامنځ ته شوې، د جمهوري غوښتونکو ملاتړ به ورسره وي او دی به هغو لیبرال ډیموکراټ سیاستوالو ته چې له جګړې سره مخالف دي نورې څوکۍ ورکړي.
د افغانستان د جګړې د څېړنې دوهم اړخ د طالبانو د نفوذ د پراخېدو مسئله ده. امریکايي چارواکي که څه هم د هېواد په لیرې پرتو سیمو کې د وضعیت په اړه په احتیاط سره خوشبیني ښيي، خو دوی دا مني چې په افغانستان کې د طالبانو فعالیتونه په پراخېدو دي.
د اژانس په وینا په څېړنه کې ویل شوي دي چې د افغانستان د جنوب طالبان به د داسې یوه خونړي ځواک په توګه چې کلیوال خلک په زور د خپلو عملیاتو ملاتړ ته اړباسي او د دولتي ادارو کارکوونکي وېروي څو کار ونکړي خپلو حملو ته دوام ورکړي.
څېړنه همدا راز وايي، چې د هېواد په شمال او ان په مرکز کابل کې به امنیت له ګواښ سره مخامخ وي.
د سپینې ماڼۍ په څېړنه کې به په پاکستان کې د امریکا د ستراتیژۍ ارزونه هم شامله وي ځکه امریکا له پاکستانه غواړي چې د وسله والو طالبانو مرکزونه له منځه یوسي.
رویټرز د څېړنې په حواله زیاتوي، واشنګټن چې له پاکستانه د وسله والو، په خاص ډول د حقاني ډلې پرضد جدي عملیات غواړي ښايي پراسلام اباد له خپل پرله پسې فشاره ډېره کمه نتیجه ترلاسه کړي.
د واشنګټن په څېړنه کې دا هم ویل شوي چې په افغانستان کې د فساد له مینځه وړلو پرته د امنیت ټینګول ناممکن کار دی خو یادونه شوې چې ځینې جګپوړي چارواکي به بیاهم په اداري فساد کې ښکېل وي، اداري چارې به کمزورې وي او د لویدیځ او ولسمشرحامدکرزي په اړیکو کې فاصله به نوره هم زیاته شي.
د سپینې ماڼۍ په څېړنه کې دا اټکل هم شوی چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما به د خپل ګوند له هغو غړو سره چې په افغانستان کې د جګړې د دوام پرضد دي، له مخالفت سره مخامخ شي.
د رویټرز اژانس په وینا د افغانستان د جګړې په اړه د سپینۍ ماڼۍ د څېړنې دریم اړخ ښايي دا وي چې د دې څېړنې نتیجه به په داسې یوه منځني حالت کې وي چې د چارواکو لپاره به دا پرېکړه ګرانه کړي چې ایا د افغانستان لپاره د امریکا او ناټو ستراتیژي اغېزمنه وه کنه.
په دې صورت کې به د افغانستان په ځینو ځانګړو سیمو، په تېره په هغو کې چې په زیات شمېر ځواکونه پکې ځای پرځای دي په امنیتي برخه کې پرمختګ وشي خو له پاکستان سره د سرحد په اوږدو کې پرتو سیمو کې د امنیت او د وسله والو فعالیتونو د مخنیوي ستونزې به لاهم پرځای پاتې وي.
وسله وال ښايي په ځینو سیمو کې بریدونه وکړي خو تاوان به یې خلک ورکوي.
د اژانس په وینا، افغانستان ته د لویدیځو هېوادونو د پوځي روزونکو له استولو سره به افغان ځواکونه مسلکي مهارتونه زده کړي خو فساد او نور موجود خنډونه به د امنیت عمومي حالت ته ګواښونه کوي.
د رویټرز د تحلیل په پای کې راغلي دي چې د افغانستان د بیارغونې او پرمختګ لپاره په ملکي برخه کې د هڅو پراخېدل به د امنیتي ستونزو له وجې له خنډونو سره مخامخ شي او له نهو کلونو وروسته به د دې هڅو نتیجې ضعیفې وي.
په پام کې ده چې د افغانستان د جګړې په اړه د سپینې ماڼۍ څېړنه په راروانه اونۍ کې بشپړه او مطبوعاتو ته ورکړل شي خو چارواکو یې دقیقه نېټه نه ده ښودلې.