د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۶

د سالنګ مساپر هیله ښيي، چې دولت باید دې لارې ته زیاته پاملرنه وکړي


له کابل څخه د هېواد شمالي ولایتونو ته یوازینې لویه لاره، د سالنګ لاره ده، دا لار چې د سالنګ د غرونو له تاو راتاوو درو او سختو موړونو تیریږي، د ژمي په شپو ورځو کې، د واورو د خوئېدو او توپانونو له خطر څخه خوندي نه وي.

د دې لارې مساپراو موټر چلوونکي وایي چې که سفر یي ډاډمن هم وي خو تر څو چې د ژمي په موسم کې له دې لارې روغ رمټ نه وي وتلې اندیښنه ورسره وي.

د دې لارې مساپراو موټر چلوونکي د سړې هوا له امله، یو خبریال سره مرکې ته هم په سختې حاضریږي او بیړه کوي چې ژر تر ژره په خیر سره له دغې لارې ووځي، یو تن وایي:

"ژمی او اوړی په دې لاره ځو او راځو، یو سالنګ دی او د څو ولایتونو خلک پرې تګ راتګ کوي، له دولت څخه هیله ده د سالنګ له خلکو سره مرسته وکړي چې د دې لارې په جوړولو او ساتنه کې کار وکړي."

ځیني وایي، پر دغو موړونو، پیچومو او تونلونو کې یي تګ راتګ، له احتمالي خطرونو خوندي نه وي:

"هیله ده دا سړک ښه جوړ شي، د خلکو ویره به کمه شي ځکه چې په ژمي کې خلک په دې لاره ډیره اندیښنه لري."

د خلکو اندیښنه مو له امنیتي ځواکونو او د لوېو لارو د څارنې او ساتنې له مسئولینو سره شریکه کړه.

د سالنګ د لویي لارې د څارنې او ساتنې د ادارې ريیس جنرال رجب ازادۍ رادیو ته وویل، چې په دې هکله یي تدابیر د نورو کلونو په پرتله ښه او پراخ شوی دی، ښاغلي رجب وویل:

"سږ کال مو په لوژستیکي، تخنیکي او مالي برخو کې پراخ تدابیر نیولي او د دې لپاره چې کومه پېښه په ستر ماتم وا نه وړي، د ژغورنې لپاره مو په هر ځای خونې جوړې کړي، مجهز وسایل لرو پرسونل شته او هیله ده نقلیه وسایط مو هم بشپړ شي. "

مسئولینو وویل، د افغانستان ولسمشر حامد کرزي د کابینې له یو شمېر غړو سره د اوړي په موسم کې سیمه له نږدې وکته او اړوندې ادارې یي وګمارلې چې، د سالنګ د سړک او تونلونو رغولو او د نقلیه وسايطو او تخنیکي لوازمو برابرولو ته دې یي، جدي اقدامات ترسره شي.

ځیني مساپر پر دې تاکید کوي چې دغه پروژې دې په لوړ کیفیت سره پلي شي:

"د خدای په فضل کار روان دی، په همدې توګه چې پر مخ ولاړ شي، ستونزې به کمې شي، خو هیله ده په جوړولو کې یي کیفیت ته هم پام وشي."

ځیني په دې نظر دي چې، د سیمي خلک تر نورو ښه کولای شي چې، د دې پروژو په پلي کولو کې برخه واخلي، دوي وایي، د دې ځای اوسیدونکي د سیمې له موسمي وضیعیت او خطرونو سره پوره بلد دي، په دې هکله د پروان د ولایتي شورا غړي حاجي عبداله سالنګي وایي:

"د سالنګ خلک هر وخت چمتو او په ژمنیو کالیو سمبال دی، دوي بلد دی او پوهیږي چې کومه سیمه خطر ناکه، په کوم ځای کې واوري خوئیږي او کومه سیمه توپاني ده، دوي هر ډول همکارېو ته حاضر دی. "

تیر ژمي د سالنګ پر لاره د واورو د خوئیدو او توپانونو له امله په زرګونو خلک ایسار شول چې، سلګونه په کې مړه او زرګونوته سخت مالي زیانونه واوښتل.

خو دولتي چارواکي وایي چې، سږ کال یي د یادې لارې ساتنې او څارنې ته مخکې له مخکې تدابیر نیولي دي.
XS
SM
MD
LG