د اداري فساد د نړېوالې ورځې په مناسبت د شفافیت نړېوالې ادارې خپل کلنی رپوټ خپور کړی دی. په دې رپوټ کې چې د افغانستان نوم هم په کې په سر کې یاد شوی دی، ویل شوې دي چې اداري فساد په ډيرو هېواد کې زیات شوی دی، خو د هغو خلکو شمېر لږ دی چې په دې اړه رسنیو ته معلومات ورکوي.
د اداري فساد نړېوالې څارونکي ډلې د روان میلادي کال په ترڅ کې په نړۍ کې د اداري فساد په اړه رپوټ خپور کړی دی او د نړۍ په شپږ اتیا هېواد کې یي د اداري فساد مساله څیړلې ده.
دا څیړنه د هغې سروې له مخې شوې ده چې په کې له یو نوي زره کسانو پوښتنې شوې دي، دغه کسان عادي کسان دي له دوي د رشوت په اړه چې په حکومتي ادارو کې یې ورکوي، که په روغتون کې، یا په ښوونځي کې او یا هم په نورو ادارو کې پوښتنې شوې دي.
شپیته فیصده خلکو ویلې دي، چې په تېرو درېیو کلونو کې اداري فساد زیات شوی دی.
د اداري فساد د نړېوالې څارونکې ډلې د اروپا او مرکزي اسیا د څانګې مشر میکلاس مارشل وایي، د هغو کسانو چې پوښتنې ترې شوې دي له درېیو یوې برخې ویلې دي چې دوي د اداري فساد قربانیان دي:
«بده خبره دا ده چې اداري فساد نور هم بدیږي، په نړېواله کچه چې له کومو کسانو موږ پوښتنې کړي دي هغوي همدغه خبره کړې ده. دوي وایي:
اداري فساد په زیاتېدو دی او اداري فساد په تېرو درېیو کلونو کې ډیر شوی دی، د هغو شپږ اتیا هېوادونو له خلکو چې پوښتنې ترې شوې دي پنځه ویشت فیصدو یې تېر کال رشوت ورکړی دی، نو دا په حقیقت کې په هیڅ ډول ښه خبر نه دی.»
د سروې له مخې پولیس تر نورو ډير په اداري فساد اخته دي، دیرش فیصده خلکو ویلې دي چې په تېرو دولس میاشتو کې دوي پولیسو ته رشوت ورکړی دی دا د دوه زره شپږم کال په پرتله دوه برابره زیاتوالی ښيي.
هغه ادارې چې لایسنس او جواز ورکوي هغوي هم په اداري فساد ډیرې ککړې ادارې بلل شوې دي،د قضا په برخه کې هم له اداري فساده شکایت ډير شته.
د افغانستان، هند، عراق او د یو شمېر افریقایي هېوادو خلک ډير رشوت ورکوي، زیاتره پوښتونکو ویلې دي چې چارواکي یې په اداري فساد اخته دي، ځکه اړ وځي چې خپل کارونه په رشوت خلاص کړي، په دې اړه میکلاس مارشل داسې وایي:
«کله چې موږ له خلکو پوښتنه کوو، چې ولې تاسو رشوت ورکوئ، زیاتره یې وایي چې دوي د دې لپاره رشوت ورکوي چې له چارواکو سره ورته ستونزې پیدا نه شي.»
د سروې له مخې روان کال ډير خلک دې ته تیار شوې دي چې د رشوت مساله له جګ پوړېو چاروکو سره شریکه کړي، په دې اړه مارشل زیاته کړه:
«اوس ډیر خلک دې ته تیار شوې دي چې له اداري فساد سره مبارزه وکړي، زیاتره خلک په دې باور دي چې په حقیقت کې دی یا دا کولای شي چې بدلون راولي.
زموږ د سروې اویا فیصده خلکو ویلې دي چې دوي دې ته چمتو دي چې دوی د رشوت په برخه کې خبر ورکولو ته تیار دي، دا پرته له څه شکه چې ښه خبر دی.»
مارشل دا هم وویل، چې تر هغو د اداري فساد مخنیوی ګران دی چې عوام فشار رانه ولي په هغو هېوادو کې چې رسنۍ ازادې دي خلک باید د رشوت په باره کې خوله پټه نه کړي او خپل غږ تر نورو ورسوي څو د دې ناسور مخه ونیول شي.