د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۱

ولې د سړو ولایتونو خلک د اړینو خوراکي موادو غوښتونکي دي؟


د دې ولایتونو یو شمېراوسیدونکي وایي، چې هرکال دوي د ژمي په موسم کې د خوړو د کمښت له ستونزې سره مخ کیږي
د دې ولایتونو یو شمېراوسیدونکي وایي، چې هرکال دوي د ژمي په موسم کې د خوړو د کمښت له ستونزې سره مخ کیږي
په داسې حال کې چې په افغانستان کې ژمی په را رسېدو دی د یو شمېر لېرې پرتو او صعب العبور ولایتونو خلک اندیښمن دي، چې تراوسه پورې یي ولایتونو ته اړین ژمني توکي نه دي انتقال شوي.

نورستان او بامیان یو له هغو صعب العبوره ولایتونو څخه دی، چې د افغانستان نور ولایتونو کې د مني موسم وي خو د دې ولایتونو غرونه لکه د نورو سړو ولایتونو په شان په سپینو واورو پوښل شوي وي.

د دې ولایتونو یو شمېراوسیدونکي وایي، چې هرکال دوي د ژمي په موسم کې د خوړو د کمښت له ستونزې سره مخ کیږي او اوس له مسئولو ادارو څخه غواړي چې په سږ کال ژمي کې د دې ډول ستونزې د بیا تکرار د مخینوي لپاره دې صعب العبوره ولایتونو ته خوراکي مواد په وخت انتقال کړي:

"د نورستان له ولایت سره هیڅ کومک نه دی شوی او همدارنګه د ژمي په رارسېدو سره د نورستان خلک له سخت ستونزو سره مخ وي هیله ده چې چارواکي له ورته خپله پاملرنه زیاته کړي."

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې اداري چارواکي وايي، که څه هم د دوي اداره تمویل کوونکي نه ده خو د دوي په باور د سږ کال ژمي لپاره د یو شمېرسکتوري وزارتونو، مرسته کوونکو نړېوالو او ملي ادارو په ګډه چمتوالی نیولی دی.

د دې ادارې مشر ډاکټر دایم کاکړ ازادۍ راډیو ته وویل، چې د خوراک نړېوال سازمان یا ډبلیو ایف پي ورسره په بیړنیو حالاتو د مرستې ډاډ ورکړی دی:

"زموږ اداره یو هم غږی کوونکي اداره ده نه تمویلونکي اداره، موږ نورو ادارو ته دا په ګوته کوو چې موږ څه شي ته اړ یو او څه وخت يي ولیږو.

د خوراک نړېوال سازمان سره موږ خبرې وکړې او هغوي وویل، چې په هر ولایت کې موږ خوراکي زیرمې لرو، نو کله چې اړتیا ورته پیدا شي نو موږ ورسره کومک کولای شو."

د سږکال ژمی د سختیو پر وړاندې د مبارزو په لړکې د کلیو او پراختیا وزارت چارواکي هم وایي، چې دوي چمتو دي په دې ژمي کې د صعب العبوره ولایتونو لارې پرانیستې وساتي.

د کلیو پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو د جوړولو د ملي پروګرام اجرایوي ريئس محمد ناصر تیموري وایي، چې دوي به پرینږدي چې سږ کال په سړو ولایتونو کې د مرکزونو او ولسوالیو لارې د زیاتې مودې لپاره تړلي پاتې شي.

ښاغلي تیموري وایي، چې دوي په دې برخه کې د ولایتي شوراګانو له غړو سره خبرې کړي دي، چې په خپلو اړوند ولایتونو کې له مرکز سره د ولسوالیو تړلې لارې په وخت بیرته پرانیزي.

نوموړی وایي، چې د سږکال د ژمي لپاره یي دې پروګرام ته دوه لکه امریکایي ډالره په پام کې نیولي دي:

"ټولټال د کلیو پراختیا وزارت د کلیوالي سړکونو چې د واورې نه پاک شي موږ ورته پروګرامونه په نظر کې لرو، څو د دوي ستونزې حل شي."

د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي هم وایي، که څه هم د دوي د راپورونو او وړاندوینو له مخې سږ کال به افغانان له لوږې سره مخامخ نه شي خو وایي چې بیا یي هم په ځینو لېرې پرتو او سړو ولایتونو کې د ژمي لپاره تیاری نیول شوی دی.

د کرنې او مالدارۍ وزارت ویاند مجید قرار ازادۍ راډیو ته وویل، که چېرې د افغانستان په سلو کې لس نفوس د یو کال لپاره خواړه ولري نو حد اقل د دوي لپاره باید پنځه سوه زره ټڼه غنم ذخیره وي.


ښاغلي قرار وایي، د غنمو د دې ملي زیرمو ډکولو ته چې پنځه لکه متریک ټنه ورته اړتیا ده دوي کولای شي چې د دې کال تر پایه پورې دوه لکه مټریک ټنه یي ذخیره کړي.

نوموړي وایي دوي نه شي کولای د غنمو دغه ملي ذخیرې په هر ولایت کې اوس جوړې کړي خو وایي، چې دوي د صعب العبوره یا هغه ولایتونه چې لارې یي په ژمي کې د اورښتونو له امله ژر بندیږي د غنمو انتقال پیل کړی دی:

"سږ کال ۱۲ زره ټنه غنم هغه مهمو ولایتونو ته چې د لارې د بندېدو له ستونزو سره مخ کیږي، چې په هغه کې بامیان، دایکندي،پکتیا،پکتیکا،غزني،نورستان،خوست او د بدخشان ولایت شامل دي دوي ته اوس موږ د ۱۲زره ټنې غلې د لیږد چمتوالی نیولی دی."

په داسې حال کې د کرنې وزارت چارواکي وایي، چې سږ کال به افغان وګړي د لوږې له ګواښ سره نه مخ کیږي، خو بل پلو بیا ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان کې له شوېو پرمختګونو سره سره د دغه هېواد خلک د جګړو او طبیعي ناورینونو له ګواښونو سره مخ دي او راتلونکې میلادي کال کې د بشري مرستو په برخه کې ۶۷۸ میلیونو ډالرو ته اړتیا ده.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د بیړنیو مرستو همغږې کوونکې کاترین براګ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان څه باندې اوه میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.

اغلې براګ وایي، چې غوښتل شوې ډیره برخه مرسته د غذايي امنیت لپاره غوښتل کیږي:

"د افغانستان لپاره د بشري مرستو په برخه کې ۶۷۸ ملیونو ډالرو غوښتنه کیږي، د تیر کال په پرتله دغه کال سل ملیونه ډالره ډیرې غوښتل کیږي.

د دغو مرستو له دریېو نه یوه برخه د غذايي امنیت او کرنیزو پروژو لپاره ده او همدا راز له تعلیم او له کورنیو بې ځایه شوېو او بیرته راستنیدونکو سره مرسته په کې شامله ده."

که څه هم چارواکي هرکال د ژمي د موسم له رارسېدو مخکې د ټولو ولایتونو په ځانګړي توګه د سړو ولایتونو لپاره د بېلابېلو پلانونو خبره کوي خو په ژمي کې بیا د خلک شکایتونه راپور ته کیږي.

ځینې کتوونکي په دې باور دي چې حکومتي ادارې د خپلو پلانونو پلي کولو لپاره لازمې سرچینې نه لري او ځینې یې په عملي کولو کې لټې کوي.

په تېرو څو کلونو کې هر ژمی په بېلابېلو ولایتونو کې یو شمېر انسانان او په زرګونو څاروي وژل شوي دا ځکه چې د ځینو ولایتونو لارې بندې شوي دي او د خوړو له کمښت سره مخ شوي دي.

په تېرو کلونو کې داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې د ځینو سیمو نیستمن خلک د شدیدې لوږې له کبله د وښو خوراک ته اړ شوي او یا یې هم یخنۍ د بدن ځینې غړي زیانمن کړي.

دارنګه اړ خلک په دې تمه دي چې ښايي سږ کال افغان دولت او نړېواله ټولنه به وکولای شي، پر وخت مرستې ور ورسوي او له زیانونو نه یې بچ کړي.

راپور: ذکیه غیاثي،کابل
XS
SM
MD
LG