د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۷

دلیل: د راتلونکي پنځه کلن پلان لپاره ۹۲۶ ملیونه ډالرو ته اړتیا لرو


میرمن دلیل وايي، هڅه کوو چې د عامې روغتیا په برخه کې له مدیریته نیولې د درملو د کیفیت تر کنټرول او ټولو سیمو ته یوډول روغتیایي خدمتونه ورسوو.
میرمن دلیل وايي، هڅه کوو چې د عامې روغتیا په برخه کې له مدیریته نیولې د درملو د کیفیت تر کنټرول او ټولو سیمو ته یوډول روغتیایي خدمتونه ورسوو.

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د دې وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان عملي کولو ته سلګونه ملیونه ډالره اړتیا شته. د دې وزارت سرپرستې د چهارشنبې په ورځ څرګنده کړه چې تراوسه نږدې درې نیم سوه ملیونه ډالره د مرستندویه هیوادونولخوا .

په داسې حال کې چې د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې خلک د روغتیایي خدمتونو له کموالي څخه شکایت کوي، د عامې روغتیا وزارت ډاډ ورکوي، چې د پنځه کلن ستراتیژیک پلان له عملي کیدو سره به روغتیایي خدمتونه ډیرپراخ شي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ثریا دلیل د چهارشنبې په ورځ د دې وزارت د پنځه کلن ستراتیژیک پلان د تشریح په مهال خبریالانوته وویل، چې د دې پلان د عملي کولولپاره نهه سوه شپږ ویشت ملیونه ډالرو ته اړتیا شته چې تراوسه یوازې درې سوه یو څلویښت ملیونه ډالره یې د مرستندویه هیوادونو له خوا ژمنه شوې ده.

ثریا دلیل څرګنده کړه، چې دا مهال د افغانستان په بیلابیلو برخوکې روغتیایی ستونزې شته خو د دې ستراتیژیک پلان له عملي کیدو سره به دا ستونزې تر ډیره هوارې شي:

"هغو برخو ته به ډیره پاملرنه وشي چې له امله یې د مړینې سطح لوړه ده، معلولیت زیات اوخلک ډیر زوریږي.

د دې پلان له عملي کیدوسره په راتلونکو پنځو کلونو کې د میندو او ماشومانو په مړینه کې په سلو کې پنځوس کموالی راشي او د افغانستان په څلوردېرش ولایتونو کې به نږدې څلور نیم سوه روغتیایی مرکزونه جوړ شي."

د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې دا مهال په افغانستان کې شپیته په سلوکې خلکو ته لومړني روغتیایي خدمتونه رسیدلي او په سلو کې د دې هېواد څلویښت وګړي لاهم له لومړنیو روغتیایی خدمتونو څخه لري پاتي دي.

دعامې روغتیا ثرپرستې وویل، چې دوی هڅه کوي د عامې روغتیا په برخه کې له مدیریته نیولې د درملو د کیفیت تر کنټرول او ټولو سیمو ته یوډول روغتیایي خدمتونه ورسوي.

په عین حال کې د سیدا یا د کاناډا د نړیوالې پراختیایی ادارې یوې استازې میرمن اریسون وویل، چې افغانستان په روغتیایي برخو کې ډيرو مرستو ته اړتیا لري او مرستندویه هېوادونه به په دې برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره لازمې مرستې وکړي:

"موږ په افغانستان کې د روغتیایی پروګرامونو د پیاوړتیا او عملي کولو په برخه کې همکاري کړې او د روغتیایی پراختیا ستراتیژي یومهم پروګرام دی.

کا ناډا تمه لري چې د افغانستان له حکومت او د عامې روغتیا له وزارت سره په دې برخه په ځانګړي توګه د میندو او ماشومانو د روغتیا په برخه کې همکاري ولري."

د افغانستان دعامې روغتیا له برخې سره په تیرو نهو کلونو کې د پام وړ مرستې شوي خو بیا هم د دې هیواد په بیلابیلو برخوکې داسې شکایتونه شته چې د عامې روغتیا وزارت لکه څنګه چې لازمه ده خپل کارونه، نه دي کړي او په دې برخه کې ډیرې ستونزې شته.

خلک وایي، چې د عادي ناروغیو لپاره اوس هم ناروغان بهرنیو هیوادونو ته ځي او حتی ولسمشر کرزي هم له دې امله څه موده مخکې اندیښنه څرګنده کړه.

خو دعامې روغتیا وزارت چارواکي وایی چې د دې وزارت پنځه کلن ستراتیژیک پلان په ډیرغور او دقت جوړ شوی او د عملي کیدو په صورت کې به یې په دې هیواد کې روغتیایی خدمتونه تریوه حده معیاري شي.
XS
SM
MD
LG