د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۶

د ولسي جرګې په انتخاباتو کې اته سوه اته اویا تنه کاندیدان جریمه شول


د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند په ډاګه کړه، چې جریمه شوي کسان د جریمو په ورکولو مکلفه دي او که یې ورنه کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.
د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند په ډاګه کړه، چې جریمه شوي کسان د جریمو په ورکولو مکلفه دي او که یې ورنه کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي.

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولسي جرګې سلګونه تنه هغه کاندیدان، چې په انتخاباتي کمپاینونو کې یې د خپلو لګښتونو په اړه په ټاکلي وخت کې راپور نه وو ورکړی جریمه کړي دي. د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند د چهارشنبې په ورځ په کابل

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د ولسي جرګې په انتخاباتو کې اته سوه اته اویا تنه هغه کاندیدان د جریمو په ورکولو مکلفه کړل چې د انتخاباتي کمپاینونو په مهال یې د خپلو لګښتونو په اړه دې کمیسیون ته راپورنه وو ورکړی.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند احمد ضیا رفعت د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دغو کاندیدانو د انتخاباتو له اصولو څخه سرغړاونه کړې او هرو مرو به دا جریمه پرې کوي:

"د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د انتخاباتو قانون د درې شپیتمې مادې د اتلسمې او نولسمې فقرې پراساس د مالي لګښتونو په اړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اصولو نه مراعاتول انتخاباتي سرغړاونې بولي. د همدې سرغړاونې له مخې دغه کاندیدان جریمه کیږي."

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د اصولو له مخې د ولسې جرګې کاندیدان مکلفه وو، چې د سنبلې یا وږي د میاشتې تر پنځه ویشتمې نیټې پورې د خپلو انتخاباتي مبارزو د لګښتونو په اړه معلومات وړاندې کړي.

د ښاغلي رفعت به خبره د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون دا صلاحیت لري، چې دغه سرغړاونکي کاندیدان له پنځوس زرو څخه تر پنځو لکو افغانیو پورې جریمه کړي.

ده څرګنده کړه، چې جریمه شوي کسان هغه کاندیدان دي چې یا یې له ټاکلي اندازې څخه ډیرې پیسې په کمپاینونو کې لګولي او یاهم د انتخاباتي مبارزو لپاره یې له قانوني اندازې نه ډیرې مرستې ترلاسه کړي دي.

د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون ویاند په ډاګه کړه، چې جریمه شوي کسان د جریمو په ورکولو مکلفه دي او که یې ورنه کړي نو قانوني چلند به ورسره وشي:

"په افغانستان کې مسوول ارګانونه دنده لري، چې له جریمه شوو کسانو څخه دا پیسې ترلاسه کړي.

که چیرې دغه کسان همداسې بې پروایي وکړي معلومه ده، چې ورسره به قانوني چلند وشي.

که چیرې بیا هم هغوی خپلې جریمې ورنه کړي نو هغه اسناد به د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورکړو چې له موږ سره دي."

احمد ضیا رفعت وویل، چې دوی سره لاتراوسه داسې اسناد نه شته چې دا وښیي، چې د ولسې جرګې د انتخاباتي مبارزو په مهال کوم کاندید له بهرنیو منابعو څخه مرستې ترلاسه کړي وي.

هغه وویل، چې د انتخاباتي شکایتونو موده پای ته رسیدلې خو لویه څارنوالۍ دا صلاحیت لري، چې د ولسې جرګې انتخاباتو پورې اړونده جرمي مسایل وڅیړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي، چې د افغانستان لویې څارنوالۍ د انتخاباتو د خپلواک او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیونونو یوشمیر کارکوونکي او مسوولان هم په انتخاباتي درغلیو کې په لاس لرلو تورن کړي دي.
XS
SM
MD
LG