د محرم د لسمې ورځې د نمانځلو لپاره د عزادارانو له خوا د کابل په ښار کې ځانګړي تدابیر نیول کېږي.
عزاداران د ښار په تکېه خانو، ځینو جماعتونو، موټرو او یوشمېر ځانګړو ځایونو کې، د تورجنډو او مذهبي شعارونو په ځړولو بوخت ښکاري.
د کابل د قلعه فتح اله خان د حسینیه تکیه خانې مسوول شیخ عبدالحمید فاضل، ازادي راډیو ته وویل، چې دا ورځ به د عزا دارانو په تودو ولولو کې د دینې اصولو سره سمه ونمانځل شي:
"سر له جمعې ورځې به د حضرت امام حسین "رض" د شهادت د ورځې نمانځلو ته تدابیر جدي شوي. دا ورځ به د عزا دارانو په ولولو کې داسې د دیني اصولو سره سمه ونمانځل شي."
د کابل ښار اوسیدونکي وایي، دا ورځ یوازې یوې مذهبي فرقې پورې اړه نه لري، بلکې د هېواد او نړۍ د ټولو مسلمانانو د خپګان ورځ ده او باید داسې ونمانځل شي، چې د افراطي احساساتو له امله یې نورو ته زیان ونه رسیږي
په دې هکله محمد فرهاد ازادي راډیو ته وویل:
"دا یوه د نړۍ د ټولو مسلمانو د خپګان ورځ ده، ټولو ته په کار ده، چې احساسات څرګند کړي، خو که لارې او سړکونه په کې وتړل شي او څوک ځانونه زخمي کړي او نورو ته زیان ورسوي، دا به اصولي نه وي."
کابل ښاریان په تیرو کلونو کې، د دې ورځې د نمانځلو په مراسمو کې، د یولړ شخړو او تاوتریخوالي شاهدان هم دي. دوی وایي، د دې لپاره چې دا ورځ په ښه شان او درنښت سره ونمانځل شي، عزادارانو ته په کار ده، چې په غونډو او واټونو کې د دوی احساسات کنټرول کړي.
همدارنګه امنیت ته یې تیره ورځ د جمهور ریيس کرزي د حکم له مخې یو کمیسیون ګمارل شوی، چې امنیتي ارګانونه، د حج او اوقافو وزارت او یوشمېر دیني علما یې غړي دي او مکلف شوي، چې د دې درنې ورځې خوندي نمانځلو ته مخکې له مخکې امنیتي تدابیر ونیسي.