فارن پالیسي:
فارن پالیسي خپرونې په دې اړه لیکلي دي، چې دا سفر هغه نوې نښه ده چې په افغانستان کې د ولسمشر اوباما پالیسي په بشپړ ډول په نوسان کې څرګندوي.
ولسمشر اوباما په بګرام کې امریکايي عسکرو ته وویل، موږ نن په دې ویاړ کولای شو، چې ډیرې کمې سیمې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي او زیات افغانان راتلونکې ته هیلمند دي. ده زیاته کړه، چې امریکايي عسکر به په افغانستان کې په خپل ماموریت کې کامیاب شي.
فارن پالیسي لیکي، چې په واشنګټن کې چارواکي غواړي په دې پوه شي چې څرنګه بریالیتوب ترلاسه کیدای شي. دوی په دې هڅه کې دي چې د ټولو سازمانونو او ادارو په اړه معلومات تر لاسه کړي، چې په یوه ډول نه یوه ډول د سیمې په حالاتو کې دخیل دي.
دا خپرونه لیکي چې سپینه ماڼۍ غواړي په دې پوه شي چې د پالیسیو کومه برخه یې بریالۍ ثابته شوې ده او کومه برخه یې ډیره بریالۍ نه وه.
په روان دوبي کې د استیف کول په نوم یوه سیاسي څارونکي ویلي وو، چې د ډیسمبر په میاشت کې باید په افغانستان کې د امریکا د پالیسي ارزیابي پر اساسي سوالونو او ریښتینیو سیاستونو تمرکز وکړي.
باید په دې تمرکز وکړي چې ایا د افغانستان خلک او رهبران د هغه هدف په لټه کې دي، چې نړیوال متحدین یې غواړي؟
فارن پالیسي خپرونه لیکي، افغانان نن ورځ په هغه ځای کې نه دي، چې د طالبانو د رژیم تر سقوط وروسته په اولو کې وو. هغه وخت د افغانستان حکومت په پراخ ډول د ملي او نړیوال وحدت ځواک پیژندل کیدو خو تر۹ کلونو وروسته اوس هغه وحدت نشته. د ټولو اړخونو تیروتنو دا وحدت له منځه وړی.
ګارډین:
د بریتانیا چاپ ورځپاڼه ګارډین بیا د سعودي عربستان له خوا د یوشمېر وسله والو ډلو د تمویل په اړه مقاله لیکلې ده. د ورځپاڼې په باور په خلیج کې د امریکا تر ټولو نږدې سیاسي او نظامي متحدینو امریکا د دښمن په څير ستونزې پيدا کړې دي.
د ویکي لیکس د اسنادو پر اساس، سعودي عربستان اوس د وسله والو اسلامي ډلو چې طالبان او لشکر طیبه هم په کښې راځي ستر تمویلونکی دی.
ګارډین لیکلي، د هغه سند په اساس چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې تېر کال لاسلیک کړی، سعودي عربستان په نړۍ کې د سني مسلمانانو له سترو تمویلونکو څخه و.
د دې منبع په لیکنه، یوشمېر ستونزې په سعودي عربستان کې د ظرفیتونو نشتوالي ته راګرځي.
هرکال سل هاوو زره تنه سعودي ته د حج لپاره ځي. دا کسان په سعودي عربستان کې زیاتې پیسې مصرفوي خو د سعودي حکومت د هغوی مخنیوی نه شي کولای.
ګارډين لیکي، یو شمیر وسله وال د حج په مراسمو کې سعودی ته داخلیږي او بیا د مرستو ټولنو ته ورځي او په دې ډول د سعودي له حکومت سره ثبت شوې خیریه ټولنې له هغوی سره مالي مرسته کوي.
یوشمېر سندونه دا هم څرګندوي، چې د سعودي عربستان د چارواکو له خوا د وسله والو د هڅولو د چارو په مخنیوي کې ستونزې شته او دا باید د ریاض لپاره په ستراتیژیک الویت بدل شي.