د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۴

م.م په افغانستان کې د بشري مرستو لپاره ۶۷۸ میلیونه ډالره غوښتي


په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د بیړنیو مرستو همغږې کوونکې کاترین براګ
په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د بیړنیو مرستو همغږې کوونکې کاترین براګ
ملګري ملتونه خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې له شوېو پرمختګونو سره سره د دغه هېواد خلک د جګړو او طبیعي ناورینونو له ګواښونو سره مخ دي او راتلونکې میلادي کال کې ۶۷۸ ملیونو ډالرو ته اړتیا لري.

په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې او د بیړنیو مرستو همغږې کوونکې کاترین براګ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د افغانستان څه باندې اوه میلیونه خلک د خوړو له کمښت سره مخ دي.

اغلې براګ وویل، چې غوښتل شوې ډیره برخه مرسته د غذايي امنیت لپاره غوښتل کیږي:

(د افغانستان لپاره د بشري مرستو په برخه کې ۶۷۸ میلیونو ډالرو غوښتنه کیږي، د تېر کال په پرتله دغه کال سل ملیونه ډالره ډیرې غوښتل کیږي.

د دغو مرستو له دریېو نه یوه برخه د غذايي امنیت او کرنیزو پروژو لپاره ده او همدا راز له تعلیم او له کورنیو بې ځایه شوېو او بیرته راستنیدونکو سره مرسته په کې شامله ده.)

اغلې براګ په افغانستان کې د بشري وضعیت د تشریح کولو په ترڅ کې وویل، چې په افغانستان کې په هرو پنځو ماشومانو کې یې یو له پنځه کلنۍ مخکې مري.

د نوموړې په وینا اته شپیته فیصده خلک یې روغتیايي خوندي اوبو او د حفظ الصحې اسانتیاوو ته لاس رسۍ نه لري.

براګ همدا راز وویل، چې د روان میلادي کال په لومړېو نهو میاشتو کې په افغانستان کې شاوخوا دوه نیم زره ملکي کسان په جګړو کې وژل شوي دي.

هغې په جګړې کې له ښکیلو خواوو وغوښتل، چې اړو خلکو ته د بشري مرستو په رسولو کې خنډونه رامنځ ته نه کړي.

په کابل کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د ځانګړي استازي مرستیال او د افغانستان لپاره د بشري مرستو همغږي کوونکي رابرټ واټکنز وویل، چې خیریه موسسې له افغانانو سره مرستې ته ژمنې دي:

(زه په دې کې هیڅ شک نه لرم، چې ۲۰۱۱ یولسم کال به له سږ کال نه ډير له چلنجونو ډک وي، خو د مرسته کوونکو په ملاتړ موږ په بشري موسسو کې ځانونه افغانستان ته ژمن بولو.

موږ ځانونه دې ژمن بولو، چې په مرستو رسولو کې ګواښونه په ځان ومنو، په خپلو کې په همغږۍ کار وکړو او تر ټولو مهم ځانونه ژمن بولو چې په افغانستان کې د اړو خلکو ژوند ښه کړو.)

افغانستان هر کال د ور پېښو بشري ستونو سره د مبارزې لپاره له نړېوالې ټولنې نه د مرستې غوښتنه کوي، خو افغان دولت تل شکایت کړی چې مرسته شوې پیسې پوره نه ورکول کیږي.

عام خلک هم د دغو مرستو د لګولو د موثریت په اړه شکایتونه کوي او وايي باید چې باید په خپل وخت اړو خلکو ته په رسېدو کې یې لا جدي اقدامات وشي.
XS
SM
MD
LG