د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۷

په کابل کې د پاکستان د سفارت اصلي ودانۍ پرانیستل شوه


په کابل کې د پاکستان د سفارت اصلي ودانۍ د د پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني له خوا پرانیستل شوه
په کابل کې د پاکستان د سفارت اصلي ودانۍ د د پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني له خوا پرانیستل شوه
په کابل کې د پاکستان د سفارت د بیارغونې د چارو د پیلېدو په دغو مراسمو کې د پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني وویل، چې دغه سفارت به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د غوره ساتلو په برخه کې کار کوي.

د پاکستان د سفارت اصلي ودانۍ چې د کابل ښار د کارته پروان په سیمه کې پرته ده د یکشنبې په ورځ د دغه هېواد د لومړي وزیر او یو شمېر افغان چارواکو او مشرانو په لاس يي د بیارغونې چارې پیل شوې.

د پاکستان لومړي وزیر سید یوسف رضا ګیلاني په کابل کې د خپل هېواد د سفارت د پرانیستنې په دغو مراسمو کې داسې زیاته کړه:

(د سفارت دغه نوې ودانۍ به د دوستۍ او وروولۍ یو ښکاره نښه او سمبول وي، یواځې دا ودانۍ په بڼه به نه وي بلکه د اړیکو د ښه کېدو، د ورورولۍ د ټنګېدو او دغه راز د دواړو هېوادونو د امنیت او ثبات راوستلو په برخو کې به کار کوي.)

ده وړاندې وویل، چې د دغې ودانۍ د جوړېدو چارې به په راتلونکې کال کې پای ته ورسیږي چې د دفتري خونو ترڅنګ به د ډیپلوماټانو د اوستوګنې لپاره امکانات هم ولري.

دغه راز د دغه سفارت په یوې برخه کې دا مهال د کمپیوټر او انګلیسي ژبې د روزنې پروګرامونه هم پرمخ وړل کیږي چې دا مهال ورته ثبت نام جریان لري.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي رسول په دغو مراسمو کې داسې وویل:

(زه د پرانیستنې په دغو مراسمو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اوږد مهاله اړیکي او ملګرتیا وینم، دا سفارت به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په لا ښه کولو کې کار کوي.)

په کابل کې د پاکستان سفیر محمد صادق په خپلو خبرو کې وویل، چې د پاکستان سفارت هم لکه د کابل د ښار په څیر په تېرو کلونو کې تودې سړې لیدلي.

رپوټونه وايي، د کابل ښاریانو هغه مهال د پاکستان په سفارت باندې له تاوتریخوالي ډکه مظاهره وکړه، چې طالبانو د لومړي ځل لپاره هرات ولایت نیولې وه، مظاهره چیانو په کابل کې د پاکستان په سفارت باندې ځکه له تاوتریخوالي ډکه اعتراضیه مظاهره کړې وه چې دوي طالبان له پاکستان سره تړلي بلل.

په دغې مظاهره کې نه یواځې د پاکستان سفارت ته اور ورته شوې وه بلکه موټرې او نور وسایل يي له منځه تللي وه او ان ویل کیږي چې خپله د وخت سفیر هم په کې ډبول شوی وه.

راپور- مجاهد جواد،کابل
XS
SM
MD
LG