د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ غویی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۴۹

یکشنبې د لیندۍ ۱۴ مه


ملي ارمان:

ملي ارمان ورځپاڼې په کابل کې د پاکستان د صدراعظم یوسف رضا ګیلاني په وروستیو څرګندونو تبصره کړې چې ویلي دي، د پاکستان له مرستې پرته په افغانستان کې جګړه نشي ګټل کېدای.

ملي ارمان لیکي له دې دا څرګندیږي چې پاکستان خپلې مهرې چې هماغه وسلوال مخالفین دي، په افغانستان کې جنګوي.

ورځپاڼې په یو وخت کې له ولسمشر سره له لیدلو پرته د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما له کابله ستنېدل او ورپسې د پاکستان د صدراعظم سفر هم څیړلی دی.

لیکوال کښلي، دا د دې څرګندويي کوي چې د افغانستان ولسمشر غواړي د اړیکو یوه داسې پاڼه پرانیزي چې ان د امریکا له غوښتنو سره سمه نه وي.

باختر:

باختر ورځپاڼې هم د پاکستان د صدراعظم په سفر تبصره کړې او کابل ته د پاکستانیو چارواکو له پخوانیو سفرونو څخه یې دا بیل بللې.

باختر لیکلي، دا ځکه مهم دی چې افغانستان په راتلونکو څو کلونو کې د یو لړ بدلونونو هرکلۍ کوي، چې په هغو کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو پیل او افغان ځواکونو ته د امنیت سپارل دي.

ورځپاڼې لیکلي، داسې هیله مندي شته چې د پاکستان د ملکي حکومت په پیاوړي کېدو سره به د دغه هېواد د هغو پوځي او استخباراتي کړېو لاسونه لنډ شي چې د افغانستان په چارو کې لاس وهنه کوي.

لیکوال کښلي، خو افغانان په دې اړه اندیښمن دي چې د امریکا متحده ایالاتو تر اوسه پورې په پاکستان کې په دغو کړېو سم فشار نه دی راوړی.

ویسا:


ویسا ورځپاڼې هم په خپل لومړي مخ کې کابل ته د پاکستان د صدراعظم د سفر او له افغان ولسمشر سره یې د کتنې په اړه مفصل راپور خپور کړی.

ویسا د خپل مطلب په غټ سرلیک کې د ولسمشر حامد کرزي خبره راخیستي، چې وايي، افغانستان او پاکستان په دې پوهېدلی چې په یوې لویې دسیسې کې ښکیل دی.

د ورځپاڼې د نننۍ ګڼې سرمقاله هم په همدې موضوع ده، ویسا لیکلي د افغانستان او پاکستان د ولسونو او چارواکو احساس سره شریک دی چې ښه ساری یې د ولسمشر کرزي او صدراعظم ګیلاني پرونۍ څرګندونې دي.

ویسا لیکلي اصلي ستونزه دا ده چې افغانستان او سیمه د نړېوال سیاست او جنګ په ‌‌ډګر بدله شوې.
XS
SM
MD
LG