د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

کرزی وايي په افغانستان کې سوله د پاکستان له همکارۍ نه پرته ناشوني ده


افغان ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني سره د شنبې په ورځ په یوه ګډه خبري غونډه کې
افغان ولسمشر د پاکستان د لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني سره د شنبې په ورځ په یوه ګډه خبري غونډه کې
افغان ولسمشر حامد کزې وايي، چې افغانستان به هیڅکله د پاکستان له همکارۍ پرته بشپړې سولې او امنیت ته ونه رسېږي.

دغه خبرې ښاغلي کرزي د شنبې په ورځ د پاکستان له لومړي وزیر یوسف رضا ګیلاني سره په یوه ګډه خبري غونډه کې وکړي او ویي ویل، چې ترهګري او ورور وژنه د دواړو هېوادونو په وړاندې اوس مهال لویه ستونزه ده، چې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

ښاغلي کرزي وویل، چې په افغانستان او پاکستان کې د روانو ناخوالو په اړه باید له سره څېړنه وشي او هغه پټ لاس ښکاره کړو، چې دغه دواړه هېوادونه یي نا ارام کړي دي:

“ افغان ملت له نړۍ سره لاس یو کړی د دوي په مرسته یي طالبان، القاعده او نور لېرې کړه او افغانستان بیا د ژوند یو عادي حالت ته راوګرځېدی، خو په هغه پسې په افغانستان کې د تروریزم عملیات ډیر سوله ایز، په عین حال کې ومو ولیدل چې پاکستان هم د تروریزم تر سختو بریدو لاندې راغلی.

دا موږ دې ته اړ کړو، چې خپل نظر ته بیا له سره کتنه وکړو او دا وڅېړو چې څه کیږي، دغه کارونه چې په افغانستان کې کیږي ټول له پاکستانه ترسره کیږي، که یا په کار کې بله غته دسیسه ده، چې هم افغانستان نا ارامه کوي او هم پاکستان.”

افغان ولسمشرهم دا ډول وویل، چې د افغانستان خاوره به هیڅکله د پاکستان پر ضد څوک ونه کاروي.

افغان ولسمشر کرزي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا افغان سرتیري به د پاکستان په غوښتنه دغه هېواد ته د روزنې له لپاره ولیږي که نه، وویل، چې د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزارتونه پر همدې مسئلې کار کوي او د روزنې لپاره به کسان پاکستان ته هم ولیږي.

د پاکستان صدراعظم افغانستان ته د خپل دوه ورځني سفر په پیل کې د تروریزم په وړاندې پر روانه مبارزه ټینګار وکړ.

ښاغلي ګیلاني وویل، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد جنګ هیڅکله د پاکستان له همکارۍ پرته بریالی کېدای نه شي او د افغانستان او پاکستان پر ښو اړیکو یې ټینګار وکړ.

نوموړي زیاته کړه، چې افغانستان او پاکستان باید یو بل ښه وپېژني او ښاغلي کرزي ته یې بلنه ورکړه چې پاکستان ته ورشي او د ښې همکارۍ پر لارو چارو ورسره خبرې وکړي:

“دغه حالت چې اوس موږ د هغه شاهدان یو، که هغه د تروریزم یا بنیاد ګرايي جنګ دی دا یو لنډ مهاله پېښه ده.

موږ په دې اړه له افغانستان سره مرسته کوو، موږ ګاونډیان یو، باید یو بل ښه وپیژنو، ما همدارنګه له ښاغلي کرزي څخه غوښتنه کړې، چي دی له خپل دوهم کور پاکستان څخه لیدنه وکړي، موږ به هلته د دواړو هېوادونو تر منځ د لاښې همکارۍ او اړیکو پر لارو چارو خبرې وکړو.”

ښاغلي ګیلاني دا هم وویل، د ترانزیټ هغه تړون چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شوی، د پاکستان کابینې ته وړاندې کړی او په دې اړه جدي کار روان دی.

بل خوا افغان ولسمشر حامد کرزي د ویکي لیکس ویب پاڼي له خوا د ډیپلوماتیکو اسنادو په اړه وویل، موږ پر دغو اسنادو باور نه شو کولای.

د پاکستان لومړي وزیر افغانستان ته په داسې وخت کې سفر کوي، افغان چاوراکو په وار وار ویلي چې پاکستان په افغانستان کې د وسلوالو ډلو ملاتړ کوي او جنګ ته یې افغانستان ته رالیږي،خو پاکستاني چارواکي دا خبره نا سمه بولي او وايي، چې نا ارامه افغانستان د دوي په ګټه نه دی.

راپور- معصوم میوند،کابل
XS
SM
MD
LG