د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۵

ایزدیار:په افغانستان کې د درملو ټیټ کیفیت یوه لویه ستونزه ده


د مشرانو جرګې دویېم مرستیال محمد علم ایزد یار
د مشرانو جرګې دویېم مرستیال محمد علم ایزد یار
د مشرانو جرګې د عامه سوکالۍ کمیسیون د عامې روغتیا او کار او ټولنیزو چارو وزارتونو او د چاپیریال ساتنې د ادارې په ګډون د یوشمېر ارګانونو له چارواکو سره په دې هدف غونډه وکړه چې د روغتیايي ستونزو د هواري لا ګټورې لارې چارې ولټوي.

د مشرانو جرګې دویېم مرستیال محمد علم ایزد یار وويل، چې نا امنیو او جګړو په افغانستان کې د ځینو نورو برخو په شان په عامې روغتیا کې هم پرمختګونه ټکني کړي دي.

نوموړي وويل، په افغانستان کې د روغتیایي خدمتونو او درملو د کیفیت ټیټوالی سخته ستونزه ده:

( روغتیايي ستونزې زموږ په هېواد کې یو له ډیرو مهمو فکتورونو څخه دی، موږ په دې برخه کې له سختو ستونزو سره مخ یو، د بشري سرچینو له پلوه، د درملو د کیفیت له پلوه او په نورو ټولو روغتیايي برخو کې.

خصوصي سکتور هم یوه داسې مسئله چې باید وڅیړل شي، ایا دغه سکتور له لازم کیفیت او لوازمو څخه برخمن دی.)

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ثریا دلیل وویل، دغه وزارت د روان کال په لومړېو نهو میاشتو کې د خپلې ۴۷ فیصده بودیجې په لګولو بریالۍ شوی دی، نوموړې ولایتونو ته د روغتیايي کارکوونکو نه تګ یوه لویه ستونزه وبلله:

( یوه ستونزه، چې موږ ورسره مخ و، د روغتیايي کارکوونکو په ویش کې د عدالت نشتوالی و، کارکوونکي په ښارونو متمرکز دي او لیرو پرتو سیمو ته یې لیږل یوه ستونزه ده چې وزارت ورسره مخ دی.

موږ ولایتونو ته د دوي د لیږلو لپاره له بېلابېلو میکانیزمونو څخه ګټه اخیستې، لکه مادي امتیازات او تشویقي تنخوا، د میرمنو ګومارنه یانې ښځه او میړه به دواړه ګومارل کیږي، خو بیا هم چاپیریالي او امنیتي ستونزې او په پوهنې پورې مربوطې ستونزې په د روغتيايي کارکوونکو په پریکړې اغیز لري چې ولاړ شي په ولایتونو کې کار وکړي.)

د ثریا دلیل، په وینا د عامې روغتیا وزارت په تېرو څلورو کلونو کې په هېواد کې د روغتیايي مرکزونو شمېر له ۹۰۰ نه ۱۸۰۰ ته رسولی دی.

د افغان چارواکو له هلو ځلو سره سره خلک د عامې روغتیا په برخه کې له بېلابېلو ستونزو شکایت کوي، خلک وايي د روغتيايي خدمتونو او درملو د کم کیفیت له امله یې ډير خلک اړ دي له هېواده بهر درملنې ته ولاړ شي.
XS
SM
MD
LG