د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۶

معلولین:د ژمي له راتګ سره سم موږ له سختو حالاتوسره لاس او ګریوان یو


سره له دې چې په افغانستان کې د کار او ټولنیزو چارو وزارت او ورسره یو شمېرنورې خیریه موسسې هڅه کوي چې، په هېواد کې معلولین د نورو له احتیاجه خلاص او د مالي او معنوي مرستو له لارې، ورته د ژوند اسانیتاوې برابرې کړي، خو معلولین اوس هم شکایت کوي او وایي چې، په زرګونو داسې معلولین شته چې تر اوسه نه راجسټر شوي او نه ورسره چا مرسته کړې ده.

دوي وایي ژمی په مخکې دی او کېدای شي دوي په کې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو له امله له سختو ستونزو سره مخ شي.

یو تن معلول عبدالکریم صافي ازادۍ رادیو ته وویل، چې دی د هېواد د زرګونو معلولینو په استازیتوب له دولت او خیریه موسسو څخه هیله کوي چې د دوي ژوند ته دې پاملرنه وکړي:

(زموږ اساسي ستونزه اقتصادي ده په یوه اداره کې موږ ته کار نه راکول کیږي او وايي په کمپیوټر پوهیږي زموږ ټول عمر په جنګ کې تیر شوی او موږ ځانونه د دې خاورې لپاره قرباني کړي او دولت باید موږ ته پاملرنه زیاته وکړي )

دی وایي سربیره د دولت پر اړوندو ادارو او یوشمېرنورو خیریه موسسو، چې معلولین یي راجستر کړي د هېواد په ډیرو ښارونو او لېرې پرتو سیمو کې داسې په زرګونو معلولین شته چې د دې ادارو له سترګو پناه او تر اوسه نه چا راجستر کړي او نه ورسره مرستې شوي دي.

خو د کاراو ټولیزو چارو وزارت وایي، له وروستیو څو کالو راهیسي یي په ټول هېواد کې د معلولینو د دفترونو له لارې شاوخوا اتیا زره معلولین راجستر کړي، په زرګونو یي د حرفوي زده کړو په کورسونو کې شامل له ګڼ شمېر نورو سره د دولت د نورو ادارو له لارې مرستې شوي دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت مرستیال استاد واصل نورمهمند ازادۍ رادیو ته وویل چې د دولت د بېلې کړای شوی بودیجې په پام کې نیولوسره، له دوي سره مرستې جاري دي، خو نوی قانون چې د دوي لپاره نافذ شوی،پلي کېدل به یي د دوي په ژوند کې نورې اسانیتاوې هم رامنځته کړي په دې اړه ښاغلي استاد واصل نورمهمند زیاته کړه:

(زموږ د نوي قانون له مخې به د دوي ځیني امتیازات ښه شي)
د دې وزارت د معلوماتو له مخې د هېواد د نفوس څه باندې دوه فیصده له معلولینو جوړ دي او دوي تر اوسه توانېدلي، اتیا زره راجستر او له مرستو یي برخمن کړي.

خو د هېواد معلولین د دوي د نفوسو او د هېواد د اوسنیو ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي شرایطو په پام کې نیولو سره، دوي ته جاري مرستې کافي نه ګڼي.

راپور:خان محمد(سیند) کابل
XS
SM
MD
LG