د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۹

د هلمندي میرمنو زیاتره ستونزې د ناوړه رواجونو څخه منځته راغلي


هلمندی میرمنې
هلمندی میرمنې
په هلمند كې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي لوی لاملونه ناوړه رواجونه، بې سوادي او په بدو كې وركول دي، دا خبرې د هلمند د ښځو چارو ريسې فوزي علومي تېره ورځ په هغه غونډه كې وكړې چې د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه جوړه شوې وه.

فوزيې علومي زیاته کړه، د ناوړه رواجونو دغه بدې پېښې، په بدو كې د ښځې وركول، موخۍ كول، د كونډو په زور نكاح كول او د ډيرو پيسو په بد كې د ښځو پلورل او تنكۍ انجوني د پاخه عمر كسانو ته وركول شامل دي:

( د سواد له كبله هره خور كولای شي، چې خپل اولادونه سم وروزي او جامعې ته خدمت وكړي ښځې نه شي كولای چې په بې سوادۍ كې ځان د ستونزو څخه وباسي، زیاتره ښځې د خپل حقوقو څخه ناخبره دي، اسلام وايي چې پرنر او ښځې باندې د علم حاصلول فرض دى.)

اغلې علومي وويل، بې سوادي لوی سردرد دى چې اكثره وخت ځينې میندې نه شي كولای د بې سوادۍ له امله خپل اولادونه ښه تربيه كړي،هغې د هلمند د ښوونې او روزنې د رياست نه ګيله وكړه، چې په دې برخه كې د دوي سره مرسته نه كوي.

علومي دا هم وويل، د سواد د زده كړې بهير ته نه پاملرنه د دې باعث شوى چې په ښځو كې د سواد كچه د ورځې نه بلې ته راكښته شي، په دې غونډه كې د سلګونو ښځو په ګډون ټولو لوړه رتبه دولتي مسئولينو هم ګډون كړى وو، د ښځو په وړاندې د تاوتريخوالي د له منځه وړلو دغه غونډه په داسې حال كې جوړيږي چې د هلمند په نږدې ټولو ولسواليو كې انجونو او ښځو ته د زده كړې زمينه نه ده برابره، كه چېرې وي نو يوازې د كم عمر انجونې او ماشومان كولای شي چې ښوونځي ته ولاړ شي او زده كړه وكړي.

د هلمند والي محمد ګلاب منګل وويل، په ولسواليو كې څه چې په لښكرګاه كې هم ښځو ته د زده كړې پوره امكانات نه دي وركول شوي ښاغلي منګل زیاته کړه:

(تراوسه پورې لا په بېلابېلو برخو كې د ښځو لپاره د زده كړې زمينه ان په ښاركې هم نه ده برابره.)

والي دا هم وويل، د ښوونې او روزنې ترڅنګ دې د تاوتريخوالي مخه له كورنيو پيل شي او لوي علت يي دادى چې په ټولنه كې له دين ،دود او كلتور څخه ناخبره كسان زيات دى.

ده وويل، كه څه هم د ښځو په وړاندې ستونزې ډيرې دي، خو د ده په دوره كې د ښځو ته د كار د موندنې تر څنګ هغوي ته د وركشاپونو او كورسونو په جوړولو باندې زيات كار شوی دی.

د نظرخاوندان وايي، كه چېرې ديني عالمان او په ټولنه كې د نفوذ او زورخاوندان د ښځو د حقوقود وركړې په هكله مرسته ونه كړي او د خلكو د پوهې سطحه لوړه نه شي، د ښځو په وړاندې پرتې ستونزې به لا تر ډيره دوام وكړي.

راپور-محمد الیاس داعي ،هلمند
XS
SM
MD
LG