د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۴

سور صليب: په افغانستان کې بشري وضعيت ډېر خراب دى


د سره صلیب د نړېوالې کمېټې مشر جاکوب کلینبرګر پرون وویل، سږ کال په افغانستان کې بشري وضعيت ډېر خراب دى
د سره صلیب د نړېوالې کمېټې مشر جاکوب کلینبرګر پرون وویل، سږ کال په افغانستان کې بشري وضعيت ډېر خراب دى
د سره صليب نړېواله کمېټه وايي، په افغانستان کې بشري وضعيت بدتره شوى او ښايي را روان ميلادي کال هم وضعيت دغسې ادامه پيدا کړي.

دغه اداره غواړي په افغانستان کې د خپلې کلنۍ بودیجې يوه زياته برخه مصرف کړي.

د سره صلیب د نړېوالې کمېټې ريیس وايي، تر هغو چې د کابل حکومت او وسلوال طالبان پر سياسي روغې جوړې هوکړه ونه کړي، په افغانستان کې به سږ کال بشري وضعيت نور هم خراب شي او راتلونکی ۲۰۱۱ ميلادي کال هم ښايي دغه وضعيت ښه نه شي.

دغه اداره وايي، د جګړو زياتېدو ملکي تلفات زيات کړي او په ليرې پرتو سيمو کې په میليونونو افغانان د روغتيا لپاره لومړنۍ اسانتياوې نه لري.

د سره صلیب د نړېوالې کمېټې مشر جاکوب کلینبرګر پرون وویل، سږ کال په افغانستان کې بشري وضعيت ډېر خراب دى، نوموړي ويلي:

”نه پوهېږي چې را روان ميلادي کال به په سياسي ډګر کې به څه پېښ شي، خو له اوسه اټکل کېږي چې اړتياوې به زياتې وي.“

دا کمېټه اټکل کوي، چې د خپل راتلونکي مالي کال د بودیجې لویه برخه به په افغانستان کې ولګوي. د دې کمېټې کلنۍ بودیجه دولس مليونه ډالره ده.

رويټرز اژانس ليکي، سور صليب يوازېنۍ اداره وه چې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې يې هم په ټول افغانستان کې فعاليت کاوه.

د کندهار په ميرويس روغتون کې د جګړې زيات ټپيان طبي څارنه غواړي، سره صليب نړېوالې کمېټې وياند وويل، له اګست څخه تر سپټمبره پورې ١٠٠٠ تنه نوي ناروغان چې د جګړو او چاودنو په وخت کې ټپيان شوي وو، په دې روغتون کې راجستر شوي دي، چې د تېر کال د همدغو مياشتو په تناسبت دوه برابره زياتوالى ښيي.

له ۲۰۰۱ ع کال څخه چې د امریکا په مشرۍ نړېوال ايتلاف د طالبانو رژیم پرځولی، سږکال د ټولو لوريو لپاره تر ټولو خونړی و.

په دې کال کې د زرګونو ملکي افغانانو تر څنګ ۶۶۵ بهرني عسکر او ګڼ وسلوال طالبان وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG