د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۰

ايکن بېري: کرزى ډارن او کمزورى رهبر دى


په کابل کې د امريکا سفير کارل ایکن بیري
په کابل کې د امريکا سفير کارل ایکن بیري
په کابل کې د امريکا اوسني سفير ولسمشر حامد کرزى يو ډارن او کمزورى رهبر ياد کړى، چې تل ځان پوه ګڼي.

پرون د ويکي ليکس ويب سايټ له لوري د خپرو شوېو اسنادو پر اساس دا خبره کارل ايکن بېري له قوله خپره شوې.

د ويکي ليکس ويب سايټ له خوا د خپرو شوېو اسنادو پر اساس په کابل کې د امريکا اوسني سفير کارل ايکن بېري د تېر ميلادي کال په جولاى مياشت کې په خپلو يادښتونو کې کرزى تورن کړ، چې د دولتدارۍ لپاره ابتدايي پوهه هم نه لري. نوموړي ويلي چې کرزى امريکا ته يو بامسووليته رهبر نه دى.

دغه پټ اسناد په نيويارک ټايمز ورځپاڼه کې چاپ شوي دي.

نيويارک ټايمز او ګارډين هغه ورځپاڼې دي، چې ويکي ليکس تر دوه نيم لکه زيات پټ اسناد د خپرېدو لپاره ورکړي دي.

په دغو اسنادو کې اداري فساد داسې مسئله ياده شوې چې د افغانستان په رسمي ادارو کې عامه ده.

رويټرز اژانس په دې باور دى، چې د دغو تازه اسنادو خپرېدل به د واشنګټن او کابل ترمنځ اړيکې خړې پړې کړي، چې له وړاندې هم کړکېچنې دي.

دواړو حکومتونو ويلي دي، چې د دغو اسنادو خپرېدل به د دوي پر خپل منځي اړيکو اغېز ونه کړي، خو تحليل کوونکي وايي دا د وخت ضرورت دى، چې دغه حکومتونه داسې خبرې وکړي.

د جنورۍ د مياشتې د اسنادو پر اساس د کرزي په نوې کابينه کې د کرنې وزير داسې کس ياد شوى، چې د رشوت اخيستلو تور نه دى ورپورې.

رويټرز اژانس زياتوي، په افغانستان کې له ٢٠٠١م کال راهيسې شا خوا يو زر او څلور سوه امريکايي عسکر په جګړو کې وژل شوي. د امريکا ستراتيژي پر دې استواره ده چې په افغانستان کې امن ټينګ شي، دا هغه څه دي چې افغان دولت د خپلو خلکو ملاتړ راجلبولاى شي، کنه خلک به وسلوالو طالبانو ته مخه کړي.

د ويکي ليکس په اسنادو کې د ولسمشر کرزي ورور احمد ولي کرزى د نشه يي موادو په قاچاق تورن شوى، چې ګواکې په کندهار کې زيات واک او ځواک لري.

کارل ايکن بېري د تېر ميلادي کال په اکتوبر کې په خپلو يادښتونو کې وليکل، له احمد ولي کرزي سره زموږ کتنې په افغانستان کې زموږ په وړاندې بل چيلنج راڅرګند کړ:

”په داسې حال کې چې د دولت کليدي چارواکي په اداري فساد کې غرق وي، موږ به د اداري فساد په وړاندې څنګه مبارزه کوو او خلک به له حکومت سره څنګه ملګري کوو“

احمد ولي کرزي دغه ډول تورونه رد کړي دي.

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼه کې حامد کرزى د دوو متضادو شخصيتونو خاوند ګڼل شوى. لومړى دا چې اپلتې وايي او کمزورى شخصيت دى، دغه راز د دولتدارۍ په اساساتو هم نه پوهېږي. تل ځان ورته پوه ښکاري.

ايکن بېري دا هم ويلي چې کرزى هڅه کوي يو ملتپال اتل وي او فکر کوي ښه سياستوال دى.

په کابل کې د امريکا سفير په خپلو يادښتونو کې دا هم ويلي چې د افغانستان اداره د دې لپاره چې خپله پړه پر نورو واچوي، تل امريکا ملامتوي. خو ايکن بيري پوښتنه کړې، ايا کرزى به له خپل دې تاکتيکه لاس واخلي که نه.
XS
SM
MD
LG