د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۷

غیر دولتي موسسې:امنیتي ارګانونه مجرمین له نیولو وروسته خوشې کوي


د اکبر د موسسې مرستیال محمد هاشم مایار
د اکبر د موسسې مرستیال محمد هاشم مایار
په داسې حال کې، چې په افغانستان کې په دې وروستیو کې د نا دولتي موسسو د کارکوونکو د تښتولو یوه نوې څپه پورته شوې، د دغو موسسو چارواکي بیا پر دوي د حملو د زیاتوالي اساسي علت د نا امنیو زیات والې ښیي.

اکبر، چې په افغانستان کې د نا دولتي موسسو د فعالیت د همغږۍ چارې پر مخ وړي امنیتي ادارې تورنوي، چې مجرمین د قانون منګلو ته نه سپاري، چې دې کار پر دوي د بریدو زمینه لا پراخه کړې.

د دې موسسې مرستیال محمد هاشم مایار زیاته کړه، چې دې کار د دوي د کارونو مخه هم نیولې ده:

(دا څوک چې جرم کوي او دولتي مقامات ادعا لري چې موضع تر څیړنې لاندې ده، خو ولې د څیړنې پاېلې نه دي معلومې که خلک پردې پوه شول چې یو مجرم ونیول شو په مطابق د قانون هغه ته سزا ورکړل شوه بل څوک به دا کار نه کوي.)

دغه انتقادونه له هغې وروسته کیږي، چې په تېره یوه اونۍ کې د بېلابېلو غیردولتي خیریه موسسو یو شمېر کارکوونکي یا تښتول شوي او یا هم ورباندې بریدونه شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د سړک جوړونې د شرکت نهه تنه امنیتي کارکوونکي تښتول شوي دي.

بل خوا د عمر په نامه د ماین پاکۍ د موسسې ۱۶ کارکوونکي د نامعلومو کسانو له خوا په ننګرهار ولایت کې تښتول شوي، چې د رپوټونو له مخې ۸ تنه يي بېرته خوشې شوي دي.

خو امنیتي ارګانونه بیا دغه ادعا ردوي او وايي، چې د دوي دنده مجرمینو ته د سزا اورول نه دي، بلکې د مجرمینو نیول دي.

د کورنیو چارو وزارت د تروریزم پر وړاندې د مبارزې رئیس جنرال عبدالغفار سیدزاده ازادۍ راډیوته وویل:

(د کورنیو چارو وزارت کله چې تورن کس یي ونیو، د قانون له مخې هغه څارنوالۍ ته ورسپاري او د خوشې کولو صلاحیت نه لري، ځکه، چې د خوشې کولو صلاحیت له محکمې پرته بل ارګان نه لري.)

تر دې مخکې ملګرو ملتونو اعلان کړی و، چې د دوي د مرستې رسونې پر کارکوونکو بریدونه د تېر میلادي کال په پرتله ډېر شوي دي.

په همدې حال کې یوشمېرغیردولتي خیریه موسسو هم د خپلو فعالیتونو د سیمې د محدودېدو له امله اندېښنه څرګنده کړې.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، چې دوي غیر دولتي مرسته کوونکو ادارو ته د امنیت په ټینګښت کې کوم کسر نه دې پرېښې، خو د دغه وزارت په وینا دغه موسسې باید په دې برخه کې له دوي سره همکاري وکړي.

خبریاله ماریاصدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG