د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۵

مشرانو جرګه:بهرني سفارتونه دې زموږ په کورنیوچاروکې لاس وهنه نه کوي


په افغانستان کې د ولسي جرګې د وروستیو نتایجو له اعلان وروسته که څه هم د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د امریکا سفارت د نتایجو د اعلان هرکلۍ کړې، خو افغان حکومت لا هم خاموشه دې او لویه څارنوالۍ بیا د شکایتونو د څیړلو په اړه په خپل دریځ ټینګار کوي.

د انتخاباتو کمسیون د چهارشنبې په ورځ د غزني ولایت د وروستیو نتایجو په خپرولو سره د ولسي جرګې د انتخاباتو روان بهیر بشپړ کړ.

د لوی څارنوالۍ د شکایتونو د اورېدو کمسیون مشر حفیظ الله حفیظ ازادۍ راډیو ته په خپلو خبرو کې وویل، چې د دوي له خوا د شکایتونو د څیړلو بهیر اوس هم روان دی او غزني ولایت یي په سر کې ځای لري:

(موږ يي په پایله کې تصمیم نیسو او دا وړاندوینه نه شو کولای چې په دې ولایت کې درغلي شوې او په دې کې نه ده شوې.)

که څه هم د غزني ولایت د وروستیو نتایجو د اعلان په اړه د افغانستان لوی څارنوالۍ خپل دریځ څرګند نه کړ، خو تر دې مخکې یی د پاتې نورو ولایتونو د وروستېو نتایجو اعلان د نه منلو وړ بللې وو.

د لوی څارنوالۍ له خوا د انتخاباتي کمسیونونو د کار کوونکو په خلاف دا څیړنې په داسې حال کې روانې دي، چې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي او د امریکا سفارت د جلاجلا اعلامیو په خپرولو سره د انتخاباتو د کمسیون وروستې اقدام قانوني بللې او د هغې هرکلۍ یي کړې.

د امریکا د سفارت یوې ویاندې میرمن کیټرین هیډین ازادۍ راډیو ته د امریکا د سفارت دریځ داسې بیان کړ:

(موږ په رښتیا هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د سپټمبر د ۱۸ مې نېټې د انتخاباتو د پایلو د اعلانېدو هرکلۍ کوو.

په دغو انتخاباتو کې ځینې بې نظمۍ او درغلۍ موجودې وې، خو د انتخاباتو خپلواک کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون د افغانستان د اساسي قانون او د انتخاباتي قانون له مخې په دې برخه کې غوره کار کړی دی، د امریکا متحده ایالات هم له یوناما سره یوځای د دغو کمیسیونو کار ستايي.)

خو د افغانستان مشرانو جرګه بیا په افغانستان کې د بهرنیو هېوادونو د سفارتونو له خوا د ورته تبصرو کول غندي او دا د دې هېواد په کورنیو چارو کې یوه ښکاره لاس وهنه بولي.

د مشرانو د جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون مشر ډاکټر زلمي په دې اړه داسې وویل:

(د مشرانو د جرګې د شکایتونو د اورېدو د کمیسیون په استازیتوب موږ له ټولو بهرنیو سفارتونو څخه غواړو چې زموږ په کورنیو چارو کې دې لاس وهنه نه کوي.

د نړېوالو اصولو له مخې دوي دا حق نه لري چې زموږ انتخابات یا تایید او یا هم رد کړي، دوي باید له داسې لاس وهنې ونه کړي افغانان په خپلو کارونو ښه پوهیږي.)

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنیاد یا فیفا مشر جان داد سپین غر هم دا خبره نه مني چې ګواکې د ولسې جرګې په دغو انتخاباتو کې دې د انتخاباتي کمیسیون د غړو له خوا له قانونه سرغړونه او درغلۍ نه وي شوي.

نوموړي په ځانګړې توګه د غزني د ولایت د انتخاباتي پایلو د ستونزو په اړه داسې وویل:

(د غزني ولایت پایلې چې جنجالي شوې، په دې کې د ټاکنو کمیسیون غفلت کړی وو.)

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تقریبا لس ورځې مخکې د ولسي جرګې د انتخباتو نهايي پایلې اعلان کړې خو د غزني ولایت پایلې يي د تخنیکې ستونزو په بهانه یوه اونۍ وځنډولې.

بلاخره د چهارشنبې په ورځ څرګنده شوه، چې ټول بریالي کاندیدان یواځې د هزاره قوم پورې مربوط ول.

دا چې د غزني په لسو ولسوالیو کې انتخابات له سره ترسره شوي نه دي نو له همدې امله یواځې د یوه قوم استاري ولسي جرګې ته راغلل او همدغه ټکې زیات انتقادونه له ځانه سره لرل.

ویل کیږي، چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزي هم د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون څخه غوښتي وه، چې د غزني ولایت مسله ده د ملي یوالي په بنسټ حل کړي خو داسې ښکاري چې د ښاغلي کرزي دې غوښتنې ته هم مثبت ځواب نه دی ورکړل شوی.

راپور-مجاهد جواد،کابل
XS
SM
MD
LG