د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۹ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۰۸

ويکي ليکس: کرزى کمزورى سړى، ورور يې قاچاقبر دى


د ولسمشر کرزي وياند وايي د ويکي ليکس له لوري د افغانستان د جګړې په باب نوي خپاره شوي اسناد د کابل او واشنګټن پر اړيکو تاثير نه شي کولاى.

په دغو اسنادو کې ولسمشر کرزي يو کمزورى سړى او ورور يې د مخدره موادو قاچاقبر ياد شوى دى.

په ويکي ليکس ويب سايټ کې د راغلو اسنادو پر اساس هغه پټ پيغامونه چې له کابله واشنګټن ته لېږل شوي، حامد کرزى يو کمزورى ولسمشر او ورور يې د مخدره موادو قاچاقبر ياد شوى دى. په اسنادو کې ادعا شوې چې د ولسمشر کرزي يو پخوانى مرستيال له پنځوس مليونه ډالرو سره له افغانستان تښتېدلى دى.

د ولسمشر وياند وحيد عمر د دوشنبې په ورځ په کابل کې يوې غونډې ته وويل، د دغو پټو اسنادو خپرېدل به د امريکا او افغانستان پر روابطو چې ستراتيژيک روابط دي، تاثير ونه کړي، خو د اړتيا پر مهال به افغان دولت موضعګيري وکړي:

”موږ به دغه اسناد څېړو، د اړتيا په صورت کې به يو دريځ خپلوو، دا ځينې پټ اسناد دي چې د يوه نهاد له لوري افشا شوي دي. فکر نه کوو، چې موضع ګيرۍ ته به اړتيا پېښه شي، خو بيا هم که څه مو په کې وموندل نو خپل دريځ به څرګند کړو“

تر اوسه د ويکي له لوري د خپرو شويو اسنادو له جملې ٢٥٠ سندونه د نړيوالو رسنيو يوې وړې ډلې ته په لاس ورغلي. په دغو اسنادو کې د ولسمشر د ورور احمد ولي کرزي څېره منفي انځور شوې، چې د افغانستان په جنوب کې يو بانفوذ کس ګڼل شوى دى.

په يوه سند کې د تېر ميلادي کال د اکتوبر مياشتې جريان رااخيستل شوى، چې په کابل کې د امريکا د سفير کارل ايکن بيري له لوري يو سند لاسليک شوى، په سند کې راغلي:

”په داسې حال کې چې موږ بايد د کندهار د ولايتي شورا له رئيس احمد ولي کرزي سره تعامل وکړو، نوموړى په اداري فساد او د مخدره موادو په قاچاق مشهور دى“

د بريتانيا چاپ ګارډين ورځپاڼې د يوه پټ سند پر اساس د ولسمشر حامد کرزي په باب ويلي، يو ډېر کمزورى سړى، چې په زياتو شيانو سر نه ګرځوي، خو په بدل کې که څوک د يوې ډېرې وړې او عجيبې دسيسې په باب ورته رپوټ ورکړي، هغه ورته غوږ نيسي.

په کابل کې د امريکا سفارت د دغو نويو اسنادو خپرېدل غندلي، ويلي يې دي، دغه ډول هڅې به د دواړو هېوادونو پر روابطو تاثير ونه کړي.

په کابل کې د امريکا سفارت په خپله اعلاميه کې دا هم ويلي چې د کورنيو ډيپلوماتانو په باب راپورونه د امريکا د حکومت د بهرنۍ پاليسۍ په برخه کې د وروستي تصميم څرګندونه نه کوي.

د ولسمشر ورور او د کندهار د ولايتي شورا رئيس احمد ولي کرزي تل دا خبر رد کړى چې ګواکې دى د نشه يي موادو په قاچاق کې لاس لري، دى وايي د ده پرضد تورونه نه دي ثابت شوي.
XS
SM
MD
LG