د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۷

د بريتانيا لوى درستيز: له افغانستانه خپل ځواکونه په تدريجي ډول له ٢٠١٢م کاله باسو


 د بريتانيا د پوځ لوى درستيز جنرال ډېوېډ ريچارډز
د بريتانيا د پوځ لوى درستيز جنرال ډېوېډ ريچارډز
د بريتانيا د پوځ لوى درستيز وايي، له ٢٠١٢م کاله يې له افغانستانه عسکر په وتلو پيل کوي.

نوموړي افغانستان ته د خپل سفر پر مهال ويلي، اوس داسې احساسېږي چې تر يوه بل کاله پورې به، په هلمند کې د بريتانيا د مېشتو لسو زرو عسکرو يوه برخه کولاى شي له افغانستان ووځي.

بريتانيا د لومړي ځل لپاره له افغانستانه د خپلو پوځيانو وتلو ته يوه نېټه اعلان کړه.

د بريتانيا د پوځ لوى درستيز جنرال ډېوېډ ريچارډز افغانستان ته د خپل سفر پر مهال هيله څرګنده کړه چې د ځواکونو وتل به يې له ٢٠١٢م کاله پيل شي.

تمه کېږي تر ٢٠١٤م کاله پورې په افغانستان کې د بريتانوي پوځيانو شمېر زرو ته راټيټ شي.

ډېلي ټيليګراف ورځپاڼه ليکي، ښايي دغه زر بريتانوي عسکر تر اوږدې مودې پورې د افغان ځواکونو د ملاتړ په هدف دلته حضور ولري.

راپورونه وايي، په بريتانيا کې له افغانستانه د بريتانوي پوځيانو د وتلو پر پيل ځينې بحثونه شته. د دې هېواد صدراعظم ډېوېډ کامرون تر دې وړاندې ويلي وو، چې له را روان کاله به د دوي د ځواکونو وتل پيل شي، خو د بريتانيا لوى درستيز مياشت مخکې ويلي وو چې په ٢٠١١م کال کې به په افغانستان کې د دې هېواد د عسکرو اوسنى شمېر وساتل شي.

داسې ښکاري چې اوس ډېوېډ کامرون له لوى درستيز سره له افغانستان د بريتانوي پوځيانو د وتلو پر سر يوې موافقې ته نژدې شوى دى.

که څه هم امريکا غواړي د دې هېواد ځواکونه د را روان ميلادي کال له جولاى مياشتې له افغانستانه وتل پيل کړي، خو دا هم د افغانستان په وضعيت پورې تړلى دى. نورو هېواونو لکه هالنډ، کاناډا او فرانسې يا له افغانستانه خپل ځواکونه ايستلي او يا يې د هغوى وتلو ته نېټه ټاکلې ده.

د بريتانيا لوى درستيز په خپلو خبرو کې ويلي، نه غواړم ووايم چې حتماً به د ځواکونو د ايستلو اقدام کېږي، ځکه دښمن بايد له پامه ونه غورځول شي، موږ بايد داسې فکر ونه کړو، چې طالبان بې سوچه دي.

نوموړي ويلي، په ٢٠١٢م کال کې به په تدريجي ډول د ځواکونو وتل پيل شي، خو موږ به پېښې څارو، ځکه ښايي طالبان تر هغه وخته پورې هم موجود وي، که داسې وي موږ به هر ګام په احتياط اوچتوو.

د بريتانيا د پوځ لوى درستيز ډېوېډ ريچارډز ويلي دي، دوى به د افغان امنيتي ځواکونو پر تقويه کولو هم تمرکز کوي.

د نوموړي په خبره په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پټرايوس له بريتانيا غوښتي چې تر راروان کاله پورې له امريکا سره په ګډه د امنيتي چارو مسووليت ته اوږه ورکړي.

د بريتانيا لوى درستيز دا هم ويلي چې تر ٢٠١٤م کاله وروسته به د دې هېواد يو عسکر هم په افغانستان کې د جبهې په لومړۍ کرښه کې نه وي، نوموړي وړانديز کړى چې ناټو بايد تر ٢٠١٥م کاله وروسته هم په افغانستان کې کليدي رول ولري.

شا و خوا زر بريتانوي عسکر دا مهال په هلمند کې دېره دي، چې له تېرو څلورو کلونو راهيسې دلته ماموريت لري، په دې موده کې ٣٤٥ بريتانويان په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي دي.
XS
SM
MD
LG