د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۴

افغان چارواکي:د ژمي لپاره د طبیعي پېښو په وړاندې مو چمتوالی نیولی


د ژمي له را رسېدو سره سم په افغانستان کې د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي، چې دوي اویا زره ټنه خوراکي اوغیرخوراکي مواد ولایتونو ته استولي او هڅه کیږي چې په ژمي کې کومه زړه بوګوونکې پېښه ونشي.

د طبیعې پېښو په وړاندې د مبارزې د ملي ادارې مرستیال محمد اسلم سیاس د دوشنبې په ورځ د مشرانو جرګې په غونډه کې تر ګډون وروسته خبریالانو ته وویل، چې په دې برخه کې د حکومتي ادارو او نړېوالو موسسو تر منځ پوره هماهنګي موجوده ده او دا مهال د ټولو ولایتونو مرکزونو ته خوراکي اوغیرخوراکي مواد رسول شوي دي.

د ښاغلي سیاس په خبره د دې ادارې له خوا د ژمي لپاره په جوړ شوي پلان کې د بېلابېلو وزارتونو او ادارو کارونه ځانګړي شوي اوهڅه کیږي چې هره اداره خپل مسوولیت په سم ډول ترسره کړي:

(ټولو هغو ولایتونو ته چې په ژمي کې زیانمنیدونکي دي خوراکي او غیرخوراکي مواد استول شوي او دغه راز د ملګرو ملتونو د خوړو د نړېوال سازمان له خوا هم په دغو ولایتونو کې ډول ډول مواد زیرمه شوي دي.

ځینو هغو ولایتونو ته چې لا تر اوسه مواد نه وي رسېدلي ډیر ژر به د ژمي لپاره مواد ور واستول شي تر څو په ژمي کې هلته زیرمه وي او د جدي اړتیا په صورت کې په خلکو وویشل شي).

ده څرګنده کړه چې د فواید او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزاتونو دنده اخیستې چې په ژمي کې به لویې لارې او د کلیو او ولسوالیو تر منځ غزېدلې سړکونه خلاص ساتي او دغه راز د عامې روغتیا وزارت ته هم دنده سپارل شوې چې ولایتونو ته لازم درمل ورسوي.

د ښاغلي سیاس په خبره د دفاع وزارت ژمنه کړې، چې د اړتیا په صورت کې به په ژمي کې لرو پرتو سیمو ته درمل او نور خوراکي مواد د هیلې کاپټرو په واسطه ورسوي.

خوپه ملي شورا کې د خلکو یو شمېراستازي وایي، چې ځینو ولایتونو ته لا تر اوسه د ژمي لپاره احتیاطي مواد نه دي رسیدلي.

په مشرانو جرګې کې د پکتیکا ولایت سناتور جمعه الدین ګیانوال هم ورته شکایت لري او غوښتنه کوي چې حکومت او نړېواله مرستندویه ټولنې باید دې مسالې ته جدي پاملرنه وکړي:

(کومه ادعا چې زه يي لرم هغه دا ده چې تراوسه پورې پکتیکا ته خوراکي مواد نه دي رسیدلي او د چارواکو څخه يي توجه غواړم.)

دا څرګندونې په داسې حال کې کیږي چې په تېرو کلونو کې هم د افغانستان په ځینو سړو سیمو کې د اړوندو حکومتي او غیر حکومتي موسسو له تیارېو او ژمنو سره سره خلک له ډيرو ستونزو سره مخامخ شول او پرحکومت داسې انتقادونه موجود وو چې ګوندې په دې برخه کې یې چټک او جدي اقدامات ونه کړل.

خو د طبیعي پېښو په وړاندې د مبارزې ملي اداره وایي، چې دا ځل د بېلابېلو حکومتي ادارو او مرستندویه موسسو ترمنځ هماهنګي شته او ان ځینو هغو ولسوالیو ته هم خوراکي اوغیر خوراکي مواد استول کیږي چې په ژمي کې د واورې له امله لارې بندیږي.
XS
SM
MD
LG