د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۰

چارواکي د افغانستان او پاکستان ترانزيتي تړون د کابل په ګټه نه بولي


چارواکي او سوداګر وايي، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترانزيت په برخه کې د نوي تړون پر اساس افغاني توليدات د پاکستان له طريقه هند ته وړل کېږي، خو په راستنېدو کې افغان سوداګر نه شي کولاى د هند مالونه افغانستان ته وارد کړي، بله خوا ځينې چارواکي دغه تړون تر ډېره د پاکستان په ګټه بولي.

د امريکا په ملاتړ دغه ترانزيتي تړون چې ټاکل شوې را روان ميلادي کال افغان بار وړونکي موټرونه له ماليې پرته له پاکستان څخه تېر او د هند پولې ته څېرمه خپل مالونه خرڅ کړي، خو دغه موټر نه شي کولاى د ستنېدو په وخت کې د هند مالونه بار او افغانستان ته وارد کړي.

افغان سوداګر بايد هغه توليدات رانيسي چې يا په پاکستان کې جوړ شوي او يا هم پاکستان ته انتقال شوي دي، ځکه چې په دې توګه د پاکستان سوداګر په هغه مارکېټ چې د کاله يې ګټه ملياردونو ډالرو ته رسېږي، په مالي لحاظ زيانمن نه شي.

د سوداګرۍ وزارت د نړېوال تجارت د څانګې مشر مزمل شينواري رويټرز اژانس ته وويل:

”موږ د پاکستان له طريقه افغانستان ته د هندي اقلامو او مالونو پر واردولو ټينګار ونه کړ، دوي به هم دا تړون را سره نه لاسليک کولاى.“

شينواري زياته کړه: افغانستان هم موافقه کړې چې د پاکستان سوداګر به د افغانستان له لوېو لارو په استفادې د مرکزي اسيا هېوادونو ته لار ومومي.

تېر کال نورو هېوادونو ته د افغانستان د صادراتو اندازه څلور سوه مليونه ډالره وه. د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونو د رياست په وينا، د دې پيسو نيمايي برخه په هند کې د افغاني مېوو او غاليو د خرڅلاو له درکه لاسته راغلې.

دغه رياست وايي، پاکستان د افغانستان له صادراتو ٣٥ فيصده ماليه اخيستله، خو دغه ترانزيت به له ماليې معاف وي.

بله خوا ځينې افغان چارواکي دغه تړون د افغانستان په ګټه بولي، د سوداګرۍ او صنايعو خونې د نړېوالو اړيکو د کمېټې مشر اذرخش حافظي له ازادۍ راډيو سره په خبرو کې وويل، څومره چې افغان سوداګر پاکستان ته اړ دي، هغومره پاکستان د افغانستان لاس نيوي ته اړ دي.

خو د ماليې وزارت بيا بېل نظر لري او فکر کوي چې د دې تړون پر اساس زياته ګټه پاکستان کوي.

د افغانستان د ماليې وزارت وياند عزيز شمس رويټرز ته ويلي، پاکستان د دې تړون پر اساس نوي فيصده ګټه کوي، خو افغانستان لس فيصده. نوموړي ويلي افغانستان د پاکستان زيات توليدات رانيسي، له خوراکي موادو رانيولې تر ساختماني موادو، چې د کاله يې ارزښت څلور ملياردو ډالرو ته رسېږي.

په عين حال کې د وسلوالو د فعاليتونو زياتوالي او په افغانستان کې د زېر بنايي کارونو کمزوري، دغه هېواد په بهرنيو مرستو متکي کړى.

رويټرز په افغانستان کې د بې کارۍ کچه ٤٠ فيصده بولي، ځينې اقتصاد پوهان او سوداګر وايي د کارونو نشتوالي وسلوالو ډلو ته دا چانس په لاس ورکړى، چې اکثره ځوانان خپلو ليکو ته ورجلب کړي.
XS
SM
MD
LG