د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۶

افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې د جوړولو هوکړه کړې


 د افغانستان د سوداګری خونې عمومي رئیس اذرخش حافظي
د افغانستان د سوداګری خونې عمومي رئیس اذرخش حافظي
افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او ترانزیټ د نوي تړون له لاسلیکولو وروسته په یو نوي اقدام کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د ګډې خونې د جوړولو موافقه کړې.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دوشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د دغې ګډې خونې د کار او واک د حدودو په اړه به لومړنې خونډه د راتلونکي میلادي کال د جنوري په میاشت کې جوړه شي.

افغان چارواکي وايي، چې د دغې خونې په جوړېدو به په پاکستان کې د افغان سوداګرو ستونزې هوارې شي.

د افغانستان د سوداګری خونې عمومي رئیس اذرخش حافظي وايي، چې دوي د فشار د یوې وسیلې لپاره یوې ګډې خونې ته اړتیا درلوده:

(د دغه موافقت لیک د پلي کولو لپاره، د فشار یوې وسیلې ته مو اړتیا درلوده، چې ګډه خونه مو ورته جوړه کړه، ځکه چې یوازې د یوه سوداګر غږ هلته څوک نه اوري، خو که د خونې یو استازی د دغې خونې د ۳۵ زره غړو او نورو سوداګرو په استازیتوب هلته وي، د دوي لپاره به سوداګریز خدمات وکړي او پاکستاني چارواکي هم نشي کولای، چې د دوي پر وړاندې بې پروا وي.)

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیت مخکنۍ موافقه په ۱۹۶۵ میلادي کال کې لاسلیک شوې وه، خو افغان سوداګرو او چارواکو بیا دا موافقه نیمګړې بلله او د هغې په نوي کولو یي ټینګار کاوه، چې بالاخره تېره میاشت د دواړو هېوادونو ترمنځ وروسته له ډیرو هڅو نوی موافقه لاسلیک شوه.

بل خوا د افغانستان د سوداګرۍ خونه د افغان سوداګرو د خوراکي توکو د هغو ۴ زره کانتینرونو د ستونزو د هواري یادونه هم وکړه، چې له څو میاشتو را په دې خوا په پاکستان کې درول شوي و.

د افغانستان د سوداګرۍ خونې عمومي رييس اذرخش حافظي وايي:

( د ګډې خونې له جوړېدو سربېره هغه ستونزې چې د سپټمبر له میاشتې راهیسې، چې افغانستان ته د خوراکي توکو رالېږد و او څه باندې ۴ زره کانتینرونه د کراچۍ په بندر کې درول شوي و، زموږ پلاوېو وشوی کړای، چې له پاکستاني چارواکو سره په مذاکراتو دغه ستونزې هوارې کړي، له مذاکراتو وروسته د افغانستان ټول مواد چې هلته درول شوي و، ازاد شول.)

که څه هم افغان سوداګر او چارواکي له پاکستان سره په وروستۍ موافقې خوښ دي، خو ورسره جوخت دا اندیښنه هم لري، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ډیر کله د سیاسي اختلافاتو قرباني کیږي.

خو د نوې موافقې د لاسلیکولو په مهال د دواړو هېوادونو چارواکو هوډ کړې، چې هیڅ ډول ستونزې ته به لار نه ورکوي.

خبریاله ماریا صدیقي،کابل
XS
SM
MD
LG