د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۰

ایساف په افغانستان کې د شپې عملیات اغیزناکه ګڼي


په افغانستان کې نړېوال سوله ساتي ځواکونه یا ایساف وايي، چې په دې هېواد کې د شپې له خوا د پوځي عملیاتو ترسره کېدل مهم او اغیزناکه دي.

د ایساف ویاند جنرال جوزیف بلاتز د دوشنبې په ورځ په کابل کې د یوې خبري غونډې په ترڅ کې وویل، چې دغه عملیات دقیقا په هغو سیمو کې ترسره کیږي چې مخالفین په کې موجود وي:

(په افغانستان کې د شپې له خوا د عملیاتو ترسره کېدل ډير اهمیت لري نو ځکه خو موږ خپلو دغه ډول عملیاتو ته دوام ورکوو.

په دغو عملیاتو کې د ملکي وګړو تلفات ډیر کم دي او ان له یوفیصد څخه هم کم دي.)

د ایساف ویاند د خپلو خبرو په دوام دا هم وویل، چې دوي او افغان ځواکونه دا مهال چمتوالی نیسې چې په ژمې کې هم د مخالفینو پرضد پوځي عملیات په ځانګړې توګه په هلمند او کندهار ولایتونو کې پر مخ بوځي.

جنرال بلاټز همدارنګه وویل، چې مخالفین د مالي او پوځي امکاناتو له پلوه کمزوري شوي دي او د تېرو کلونو په پرتله به ورته دا ژمې ډیر ګران تمام شي.

د ایساف ځواکونه په داسې حال کې په افغانستان کې د شپې له خوا د خپلو پوځي عملیاتو په ترسره کېدو باندې ټینګار کوي چې افغان ولسمشر حامد کرزي د روانې میلادي میاشتې په ترڅ کې د دغه ډول عملیاتو د کمېدو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د حکومت د رسنیو د مرکز مشر ډاکټر حکیم عاشر په دې خبرې ټینګار کوي، چې بهرني ځواکونه باید خپل ټول پوځي عملیات له افغاني ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کړي او د شپې د عملیاتو په اړه يي ازادۍ راډیو ته داسې وویل:

(هغه عملیات چې د شپې له خوا ترسره کیږي که دا عملیات له افغان امنیتي سکتورو سره شریک شي ترڅو یو مشخص هدف لاسته راوړل شي.)

په داسې حال کې چې د ایساف له خوا په ژمي کې هم د مخالفینو پرضد د پوځي عملیاتو د ترسره کېدو لپاره هلې ځلې روانې دي یو شمېرکارپوهان بیا په دې باور دي چې داسې پوځي عملیات کولای شي په هېواد کې د سولې په روان بهیر باندې ناوړه اغیزه وکړي.

خو دغې اندیښنې ته په ځواب کې د ایساف چارواکي وايي، په هغو ولایتونو لکه بغلان، کندهاراو هلمند کې چې پر مخالفینو باندې زیات فشار راوړل شوي نو د سولې له بهیر سره یوځای کېدو ته يي لیوالتیا هم ښودلې ده.

راپورـ مجاهد جواد،کابل
XS
SM
MD
LG