د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

بلاټز:د افغانستان د یواځې پریښودو تجربه به تکرار نه شي


 د سوله ساتو ځواکونو یا ایساف ویاند جنرال جوزیف بلاټز
د سوله ساتو ځواکونو یا ایساف ویاند جنرال جوزیف بلاټز
په افغانستان کې میشت نړېوال سوله ساتي ځواکونه یا ایساف د کړکیچ یا بحران د نړېوالې ډلې یا انټرنیشنل کریسس ګروپ هغه راپورنه ناسم وبلل، چې ګواکې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې افغان حکومت د نړېوالو ځواکونو د وتلو په صورت کې ښايي وپرزیږي.

د سوله ساتو ځواکونو یا ایساف ویاند جنرال جوزیف بلاټز د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې به په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې حضور راکم نه شي او دا تیروتنه به بیا تکرار نه شي چې دغه هېواد یواځې پریښودل شي:

(نه هم ایساف او نه هم نړېواله ټولنه به په ۲۰۱۴ میلادي کال کې له افغانستان څخه په بشپړه توګه ووځي ځکه نړېواله ټولنه نه غواړي چې افغانستان یواځې پریږدي، په ۱۹۸۹ کال کې د افغانستان د یواځې پریښودو تجربه به تکرار نه شي.

تر دغه کال وروسته به هم نړېواله ټولنه له افغانستان سره کار کوي پوځي حضور به لري خو هغه مهال به د مسولیتونو له انتقال څخه وروسته نړېوال ځواکونه زیات په جګړو نه بلکې د افغاني ځواکونو د روزلو په چارو به بوخت وي.)

د کړکیچ یا بحران نړېوالې ډلې یا انټرنشنل کریسس ګروپ په خپل وروستي راپور کې ویلي وه، چې افغان حکومت به په ۲۰۱۴ میلادي کال کې د نړېوالو ځواکونو له وتلو سره وپرزیږي او په دې هېواد کې به تېرې بدی او تیارې ورځې بیا راشي.

د افغانستان د سیاسي چارو کارپوهان د کړکیچ د نړېوالې ډلې له دغه راپور او په دې اړه د ایساف د ویاند د ځواب په اړه څه نظر لري.

دا پوښتنه مو د پوځي چارو له کارپوه جنرال عبدالواحد طاقت څخه وکړه هغه داسې ځواب راکړ:

(د بهران اداره حق لري چې داسې تشویش ولري ځکه هغوي سره دا سوال ده چې امریکايان په خپلو ژمنو وفا نه کوي او دوي د خپلو ستراتیژیکو اهدافو لپاره راغلي نو ددوي تشویش پرځای دی.)

افغان حکومت تر دې مخکې ویلي وه، چې د مسولیتونو د انتقال په برخه کې د ۲۰۱۴ میلادي کال وړاندېز خپله دوي نړېوالو ته کړي وه او دا په دې معنې چې دوي د افغانستان د امنیتي ځواکونو د چټکې ودې او پرمختګ او د نړېوالو له خوا د هغوي د روزنې او تجهیز په برخه کې د کړو قراردادونو په ډاډ پریکړه وکړه چې افغانان کولای شي تر دغه کاله پورې خپلې چارې په خپله سمبال کړي.

نړېوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امریکا متحده ایالاتو هم ویلي وه چې ۲۰۱۴ میلادي کال دا معنې نه لري چې افغانستان ته به شا کیږي بلکه تر دې کال وروسته به هم په افغانستان کې د نړېوالې ټولنې حضور او هغه هم په سیاسي، پوځي او اقتصادي برخو کې تر پخوا زیاتیږي، ځکه دوي په ډاډ سره وايي چې نړېواله ټولنه له افغانستان سره د مرستو په برخه کې په دوامداره توګه ژمنه ده.

راپور-مجاهد جواد،کابل
XS
SM
MD
LG