د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۹

نورمحمد نور او احمد ضیا رفعت پر خپل ځان لګیدلي تورونه رد کړل


نور محمد نور او احمد ضیا رفعت
نور محمد نور او احمد ضیا رفعت
له هغې وروسته چې د افغانستان لوی څارنوالۍ تحقیق ته د انتخاباتو د کمیسیون او د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیونو د ویندویانو حاضرېدل اعلان کړل، د دې کمیسیونونو ویندویان وایي چې، په دې هکله نه دوي او نه د دوي دفتر ته کوم رسمي مکتوب رسېدلی دی.

د افغانستان د لویي څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري د پنجشنبې په ورځ ناوخته ازادۍ رادیو ویلي و، چې د انتخاباتو د کمیسیون د ویاند نور محمدنور او د انتخاباتی شکایتونو د کمیسیون د ویاند احمد ضیارفعت په هکله یي د خلکو او یو شمېر کاندیدانو شکایتونه ترلاسه کړي دي.

ځکه یي د پولیسو په ذریعه غوښتي چې څارنوالۍ ته حاضر او د شکایتونو په هکله تحقیق ته غاړه کیږدي .
ضیارفعت د جمعې په ورځ خبري رسنیو ته وویل چې که مسئله جرمي وي دی تحقیق ته حاضر دی او که د انتخاباتي چارو په هکله وي، نو هیچاته به په کې د لاس وهنې حق ورنه کړي، ده وویل:

( لوی څارنوالۍ چې د مطبوعاتو له لارې، د پولیسو په ذریعه تحقیق ته د یو شخص د حاضرېدو مسئله مطرح کوي، دا نوې خبره ده.

په دې هکله د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون تر اوسه کم مکتوب نه دی ترلاسه کړی، خو د مطبوعاتو له لارې د یوې خبري ډنډوره کول، بله معنی لري.)

سربیره پر دې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ویاند نورمحمدنور ازادۍ راډیو ته وویل چې، دی د کمیسیون ویاند دی او د کمیسیون په چارو کې هیڅ ډول اجرايیوي برخه یا واک نه لري. ده وویل، که څارنوالۍ د هرې موضوع څیړل غواړي ، کمیسیون یي مرستې ته چمتو دی.ښاغلي نور زیاته کړه:

(ترنننه پورې چې هره خبره ما کړی ده دا د ټاکنو د کمیسیون نظر ده ما له ځانه کومه خبره نه ده زیاته کړی او نه مې کم کړي زه هیڅ ډول اجرایوي صلاحیت په کمیسیون کې نلرم او د لوی څارنوالۍ دا مسله سیاسي بڼه لري او که دوي کومه ستونزه لري دوي کولای شي له کمیسیون سره تماس ونیسي نه زما سره.)

لویه څارنوالۍ وایي، د دوي پرخلاف ورسره د خلکو او یو شمېر کاندیدانو شکایتونو پراته دي او پکار ده چې دواړه ویندویان څارنوالۍ ته حاضراو د ځانونو سپیناوي وکړي .

د لوی څارنوالۍ مرستیال رحمت اله نظري ازادۍ راډیو ته وویل، ممکن مکتوب د جمعې د ورځې د رخصتي له امله ځنډېدلې وې، خو د شنبې ورځ به هرومرو ور وسپارل شي، ښاغلي نظري د دواړو ویندویانو د جلب په هکله وویل:

(د موقت جزایي قانون اولسمه ماده واضح ده چې جلب باید د پولیسو په ذریعه وشي، د دوي پر خلاف ادعاګانې او اسناد شته، باید حاضر شې او تحقیق ورکړي، امکان لري چې بري شي او امکان شته بري نه شي.)

د افغانستان د ولسي جرګې د انتخاباتو د نتایجو له اعلان وروسته، ځیني کاندیدان او د دوي پلویان ترسره شوي انتخابات راڼه نه بولي، دوي نه یوازې دا چې شکایتونه یي وکړل بلکه په مظاهرو یي هم لاس پورې کړ.

همدارنګه لوی څارنوالۍ هم وایي، چې د انتخاباتو د وروستیو پایلو پر اعلانېدو له بیړې کار اخیستل شوی دی.

راپور: خان محمد(سیند) کابل
XS
SM
MD
LG